ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې په هوايي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات کې په هوايي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
22 Jul 2020 - 10:03
هرات کې په هوايي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
22 Jul 2020 - 10:03

هرات (پژواک، ۱زمری۹۹): په هرات کې ځايي سرچينې وايي، د هرات د ګذرې او ادرسکن ولسواليو ترمنځ د خم زيارت په سيمه کې د افغان ځواکونو هوايي برید په پايله کې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

قومي مشر حاجي سهولت چې د پېښې له ځايه يې يو شمېر ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته راوړي وايي چې دغه بريدونه نن له غرمې مخکې د خم زيارت په سيمه شوي چې اته مړياو يو شمېر ټپيان يې د ادرسکن ولسوالۍ کلینیک ته لېږدولي دي.

د هغه په وينا، تردې دمه يې پنځه ټپيان حوزوي روغتون ته ور وړي دي.

نوموړی زياتوي، بريدونه هغه مهال وشول چې يو شمېر کسان د طالبانو د مشهور قوماندان قاري ملا نبي ليدو ته چې تېره ورځ د څرخي پله له زندانه خلاص شوی و، ورغلي وو او بريد پرې وشو.

دغه قومي مشر زياتوي، د ملي اردو الوتکو لومړی د قاري نبي د کورنۍ د غړو پر هغه موټر چې د نوموړي قوماندان د ليدو لپاره ورتلل تر برید لاندې راوست او وروسته د يوه واده مراسم چې په دې سيمې ته نږدې وو، هم تر هوايي بريد لاندې راغلل.

د ده په وينا، قاري ملا نبي ټپی شوی او د درملنې په موخه د ادرسکن کلينیک ته وړل شوی دی او په ټپیانو کې ښځې او ماشون هم شامل دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ ځايي چارواکي حبيب اميني هم دغه بريد تاييد کړ او ويې ويل چې په لومړي هوايي بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، کله چې خلک د ټپيان ژغورلو په موخه د بريد سيمې ته ولاړل، دويم هوايي بريد پرې شوی چې له امله يې ۴۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی زياتوي، يو شمېر طالبان چې له زندانه د ياد خلاص شوي قوماندان ليدو ته ورغلي وو، هم وژلي شوي خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

په ورته مهال هغه ټپيان چې د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون تهلېږدول شوي وايي چې د واده مراسمو ته تللي وو چې له ياد هوايي بريد سره مخ شول.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، مولوي حيدر، عبدالله اکبري، ملارحمت الله، ذبيح الله اکبري، ملامحمد او ملا عبدالحق مشهور په اسامه چې ګذرې، ادرسکن او پښتون زرغون ولسواليو له پېژندل شوو قوماندانانو څخه دي، دوی د ګذرې ولسوالۍ دخم زيارت په سيمه کې پر دولتي تاسيساتو د پروګرام جوړولو په حال کې وو چې پر ناسته یې هوايي بريد وشو.

دی زياتوي، په ورته مهال د ملکي وګړو يو موټر هم په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې يو شمېر ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.