ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې نهه میلیونه کسان بېرته له کرونا ناروغۍ روغ شوي

په نړۍ کې نهه میلیونه کسان بېرته له کرونا ناروغۍ روغ شوي

author avatar
22 Jul 2020 - 11:36
په نړۍ کې نهه میلیونه کسان بېرته له کرونا ناروغۍ روغ شوي
author avatar
22 Jul 2020 - 11:36

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره نږدې ۱۵ میلیونو ته رسېدلې او نهه میلیونه نور بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره نږدې ۱۵ میلیونو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه څه باندې نهه میلیونه ناروغان له دې ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تراوسه له کرونا څخه ۶۲۰ زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره څلور میلیونو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي، دغه راز په امریکا کې ۱۴۴ زره کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته دوه میلیونه او ۱۶۶ زره کسان پرې اخته او ۸۱ زره کسان مړه شوي دي.

هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپریږي او د ناروغانو شمېره یې له یومیلیون او ۱۹۰زرو څخه اوښتې او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد دی، هلته ۲۸ زره کسان مړه شوي، دغه راز روسیه په څلورم مقام کې ده، هلته ۷۸۰ زره کسان پرې اخته ، خو ۱۲ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې تراوسه څه دپاسه ۳۵ زره کسان پر کرونا اخته، ۱۱۳۰ کسان مړه او تر ۲۴ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.