د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت د ولسي جرګې له خوا د رد شوي «ملي دسترخوان پروګرام» پر پلي کېدو ټینګار کوي

حکومت د ولسي جرګې له خوا د رد شوي «ملي دسترخوان پروګرام» پر پلي کېدو ټینګار کوي

Jul 23, 2020 - 15:21

کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۹): د کلیو او پراختیا وزارت په داسې حال کې د «ملي دسترخوان» پروګرام د خلکو ملکیت بولي او پر پلي کولو یې ټینګار کوي چې د دغه پروګرام طرحه ولسي جرګې رد کړې ده.

ولسمشر دغه پروګرام د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه پرانیست او ویې ویل چې له لارې به یې د ۲۴۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لومړني خوراکي توکي خلکو ته وېشل کېږي، خو ولسي جرګې وړمه ورځ د دغه پروګرام طرحه رد کړه او ویې ویل چې قانوني پړاوونه یې نه دي وهل شوي او دې جرګې هم نه دی تصویب کړی.

د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي نن کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، په هېواد کې د نورو ناخوالو ترڅنګ کرونا ناروغۍ خلک ځپلي او دا د حکومت مسوولیت دی چې د بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه ورته څرګندونې کړې او له ولسي جرګې یې غوښتي چې له دغه پروګرامه ملاتړ او څارنه وکړي.

کریمي وایي چې د ملي دسترخوان پروګرام یو ملي پروګرام دی چې ټول صلاحیت او ملکیت یې د خلکو په لاس کې دی.

د هغه په وینا، د افغانستان ټول خلک مکلف دي چې له دغه پروګرام څارنه او په پلې کولو کې یې مرسته وکړي، څو اړو کسانو ته مرستې ورسول شي.

هغه وویل چې د دغه پروګرام له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د هېواد له ۹۰ سلنه خلکو سره د خوراکي او نورو لومړنیو توکو مرستې کېږي. 

د ده د معلومات له مخې، د دغه پروګرام له لارې له خلکو سره د اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا او لاس مینځلو صابون مرسته کېږي.

کریمي وویل: «د دې برنامې په اړه خلکو سره زیاتې اندېښنې دي، خو دا پنځه مرحلې لري چې اول به خلکو ته د کرونا ویروس او ملي دسترخوان په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي، دویمه مرحله کې به په کلیو کې یو انسجام رامنځ ته کېږي، درېیم پړاو کې به د کورنیو اقتصادي وضعیت کتل کېږي، څلورم پړاو کې به لېستونه جوړېږي او په پنځمه مرحله کې به د مرستو وېش او څارنه پيل کېږي، په برنامه کې به انشاءالله هېڅ ډول ستونزه نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه د دغه پروګرام پر روڼتیا شک کوي او وایي چې د اساسي قانون د ۹۱یمې مادې له مخې باید دا ډول پروګرامونه د ولسي جرګې له تصویب وروسته پلي شي.

د قانون د یادې مادې له مخې، د پرمختيـــــــــايي پروگرامونـــــــــو او دولتــــــي بــودجـــــــې پـــه بـــاب تصـــميم نيول د ولسي جرګې له واکونو څخه دي.

خو د کلیو او پراختیا وزیر وایي چې د ملي دسترخوان پروګرام پرمختیایي پروګرام نه، بلکې یو بشري پروګرام دی، څو له لارې یې له بېوزلو سره مرستې وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan