د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارې له نږدې وکتې

ولسمشر غني د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارې له نږدې وکتې

Jul 26, 2020 - 18:40

کابل(پژواک، ۵ زمری ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني نن د نیمروز ولایت د عمومي وضعیت ارزونې او د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارو د لیدو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د نیمروز ولایت د عمومي وضعیت ارزونې او د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارو د لیدو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

سرچينه زياتوي، په دغه سفر کې چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په ګډون د کابينې یو شمېر غړو ګډون درلود، ولسمشر غني د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارې او پرمختګ له نږدې وکوت.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کمال خان بند سیمې ته د یاد بند د درېیم فاز جوړولو چارو او پرمختګ د لیدو په موخه اړوند سیمې ته ورغی او د یاد بند د درېیم فاز ساختماني مدیر انجنیرحکمت ولي د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارو او کاري پرمختګ په اړه جمهورريیس غني ته معلومات ورکړل.

انجنیر حکمت ولي وویل، د کمال خان بند د درېیم فاز جوړولو چارې اتیا سلنه پر مخ تللې او ترراتلونکو څلورو میاشتو به پاتې چارې بشپړې او بند به د اوبو زېرمه کولو ته چمتو شي چې د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ترڅنګ به د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري.

هغه زیاته کړه، د ښه کیفیت او پرمختګ په موخه په لابراتوارکې له ازمایښت وروسته ساختماني مواد کاروي.

نوموړی زياتوي، د دغه بند په بشپړېدو سره به دغه دښتې زرغونې، اوبهمهار او په کانالونو کې تنظیم شي، د سېلابونو د زیانونو، رسوباتو، توپانونو او وچکالۍ مخنیوی به وشي. د کاري زمینو ترڅنګ به زرګونه کورنیو ته د عاید سرچینه برابره شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې کرونا ويروس د دوی پر چارو اغېز کړی، ځیني تخنیکي کارکوونکي او مواد یې په بهرنیو هېوادونو کې ایسار پاتې دي، مګر د دې باوجود به هم د دغه بند چارې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کمال خان بند د درېیم فاز په اړه د پریزنټېشن له اورېدو وروسته جمهورريیس غني د یاد بند جوړولو چارې او بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي ريیس انجنیر خان محمد تکل په دې اړه جمهورريیس غني ته معلومات ورکړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan