د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت: د هلمند د چورلکې لوېدو په پېښه کې پنځه سرتېري ټپيان شوي

دفاع وزارت: د هلمند د چورلکې لوېدو په پېښه کې پنځه سرتېري ټپيان شوي

Jul 27, 2020 - 10:29

دويم تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٦ زمرى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو د چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

په دغه ولایت کې يوې امنيتي سرچيني د زمري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه بلاک هاک چورلکه ويشتلې ده.

هغه وويل چې چورلکه له ويشتلو وروسته سقوط شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ملي اردو يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته پېښه تاييد کړه خو وايي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه سقوط شوې او که بېړنۍ ناسته يې کړې ده.))

خو ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د بلاک هاک يوه څرخي الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله سقوط شوې ده.

سرچينه وايي: ((دغه الوتکه د ناستې پرمهال د تخنيکي ستونزو له امله سقوط شوې ده.))

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې زياته شوې چې په ياده پېښه کې پنځه تنه برسېرن ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي چې د ملي دفاع وزارت د دغې پېښې رامنځته کېدل په جدي ډول تر څېړنې لاندې نيسي.

بل لورته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې ده.

هغه وايي: ((دغه چورلکه سيمې ته د بمبار لپاره راغلې وه چې طالبانو ويشتلې او نسکوره شوې ده.))

د يادونې ده چې څو مياشتې وړاندې هم په دغه سيمه کې د دفاع وزارت يوه چورلکه نسکوره شوې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan