د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ازبکستان ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا له افغانستان سره ونښلول شوه

د ازبکستان ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا له افغانستان سره ونښلول شوه

Jul 27, 2020 - 12:52

کابل (پژواک,۶ زمری۹۹):د برېښنا شرکت وایي چې له افغانستان سره د ازبیکستان ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا ونښلول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان نن د اوبو د کمښت له امله خپله وارداتي برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته را کمه کړه.

د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، برېښنا شرکت د ازبکستان د برېښنا له مسوولینو سره تر مکررو کوښښونو وروسته وتوانېدل چې له افغانستان سره د یاد هېواد ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا ونښلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نږدې راتلونکي کې به ۲۰۰ مېګاوټه نوره برېښنا هم ونښلول شي.

د سرچېنې د معلوماته له مخې, همدا شان ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د هېواد له کورنیو سرچینو څخه تمدیدېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan