د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان بانک وایي، د برېښنا تلو او کامرو بندېدو لامل تخنیکي ستونزه وه

د افغانستان بانک وایي، د برېښنا تلو او کامرو بندېدو لامل تخنیکي ستونزه وه

Jul 27, 2020 - 16:03

کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۹): د افغانستان بانک هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې برېښنا او کامرې د څو ساعتونو لپاره بند شوي وو، خو دا مني چې ځینې محدودې کامرې د تخنیکي ستونزو له امله بندې شوې وې.

دا په داسې حال کې چې څو  ورځې مخکې رسنیو خبر ورکړی و چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان بانک برېښنا د څلورو ساعتونو لپاره تللې وه او کامرې یې خاموشه شوې وې.

د افغانستان بانک له خوا په دې تړاو د زمري په ۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲مه نېټه د ماښام ۷:۱۰ بجې د افغانستان بانک د خدماتو لوی امریت په داسې حال کې د ریاست د دفتر لوی امریت ته د یو شمېر محدودو امنیتي کامرو د غیر فعالیدو خبر ورکړی و.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست اجمل احمدي په یوه غونډه کې له ولسمشر سره حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر محدودې کامرې د تخنیکي ستونزو له امله د هماغې ورځې د مازدیګر په ۵:۴۰ بجې له فعالیت غورځېدلې وې.

سرچینې زیاته کړې، د یادې موضوع په اړه سمدلاسه د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست اجمل احمدي ته خبر ورکول کېږي او هغه د شپې په ۸:۰۰ بجو د افغانستان بانک د خدماتو له امر، د ټولو ناظر، د خزانې مسوولینو او د افغانستان بانک له پخواني دویم مرستیال سره غونډه جوړوي او موضوع په هر اړخیزه توګه څېړي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  په دې غونډه کې د افغانستان بانک پخواني دویم مرستیال ته د امنیتي کامرو د بندېدو په تړاو د هغه د کارکوونکو د بې پروایۍ له امله د شفاهي توصیې د ورکړې ترڅنګ لارښوونه وشوه څو د دې ډول قضیو د مخنیوي د چارو د تنظیم او استثنايي حالاتو په موخه یوه جامع کړنلاره جوړه او عملي شي.

سرچینې ویلي، همدا ډول د لا ډاډمنتیا لپاره د افغانستان بانک د ټولو ناظر ته دنده وسپارل شوه څو موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د ټولو ناظر د امریت د څېړنو پر بنسټ، د افغانستان بانک شتمنیو او زېرمو ته د امنیتي کامرو د غیر فعالېدو په جریان کې هیڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

د افغانستان بانک مشر اجمل احمدي د خدماتو لوی امر ته د افغانستان بانک د لوی رییس پر خپل وخت د نه خبرولو او په راتلونکي کې د دغه عمل د نه تکرارېدو په تړاو توصیه صادره کړه څو د دې ډول تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې د موضوع په اړه ژر تر ژره د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ته خبر ورکړل شي او همدا ډول مکتوب صادر شو څو وروسته له دې امنیتي کامرې له استثناء پرته په هر ډول حالاتو کې فعالې وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له همدې امله د افغانستان بانک د څلورو ساعتونو لپاره د برېښنا د پرې کېدو او د امنیتي کامرو بندېدو په تړاو بې بنسټه تورونه په شدیده توګه ردوي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک به د ناسم اخبار د خپرولو موضوع له اړوندو ادارو او د اطلاعات او کلتور وزارت د جمعي رسنیو له کمېسیون سره وڅېړي څو په راتلونکي کې د دې ډول خبرونو له خپرولو چې د عامه ذهنونو د اندېښنو لامل کېږي، مخنیوی وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan