د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د نشه يي توکو په تړاو ۹۰ کسان نيول شوي دي

کابل کې د نشه يي توکو په تړاو ۹۰ کسان نيول شوي دي

Jul 27, 2020 - 14:49

کابل (پژواک,۶ زمری۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي میثاق د پلي کولو په لړ کې په تېرو درېيو اوونیو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه کابل کې د ۳۰ عملیاتو پرمهال ۹۰ کسان نیول شوي دي.

دغه پروګرام د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه اعلان شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د امنیتي میثاق برنامه، د دولتي ځواکونو او خلکو د بسیج کولو له لارې، د امنیت د ټینګښت په لاره کې د جرم او جنایت د مهار او صفر کولو، د ناامنۍ د جرړو اېستلو او له هر ډول فساد سره د مبارزې په موخه پيل شوې ده.

هغه وویل، د امنیتي میثاق برنامه، د خلکو د امنیت د خوندیتوب او په ښارونو او کلیو کې د جرمونو او جنایتونو له ډولونو سره د موثرې مبارزې په موخه؛ تدوین شوې او د پلي کېدو په حال کې ده.

ارین وویل، چې په تېرو درېیو اوونیو کې امنیتي ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې په موخه ۳۰ عملیات ترسره کړي او ۹۰ تورن کسان یې نیولي دي.

ده وویل، چې په یادو کې کسان ۱۸ مشهور قاچاق کوونکي هم شامل دي چې له دوی څخه ۲۰۰ کیلو ګرامه نشته یي توکي، ۵ سوه او ۵۹ زره امریکايي ډالر او څلور موټر هم ترلاسه شوي دي.

ارین همدارنګه وویل، چې د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې ۲۴ د نشه یي توکو د خرڅلاو مرکزونه هم تړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دجزیياتو له ورکولو پرته وویل، چې په تېرو درېیو اونیو کې ۲۶ پولیس هم د فساد او له دندې څخه د سوء استفادې په تړاو نیول شوي دي.

ارین همدارنګه زیاته کره، چې د کابل ښار په دروازو کې هم د امنیتي میثاق ټیمونه ګومارل شوي ترڅو مجرمین په نښه او ونیول شي.

ده زیاته کړه, له درېیو اوونیو راپدیخوا د کابل ښار په دروازو کې ۱۶ غیر مسوول وسله وال نیول شوي دي.

ارین همدارنګه وویل، چې ددغې برنامې په پلې کولو کې امنیتي ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د درېيو اوونیو راپدیخوا ۱۱۵۹ تورن کسان د جرمې جرایمو او د ښاري نظم اخلال کولو په تور نیولي دي.

ده وویل، چې امنیتي میثاق به لومړی په کابل او تر هغه وروسته، د هېواد په نورو ولایتونو کې عملي شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan