ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان اتصالات په کندهار ښار کې د 4G LTE چوپړتیاوې په بریالۍ توګه پیل کړې

د افغانستان اتصالات په کندهار ښار کې د 4G LTE چوپړتیاوې په بریالۍ توګه پیل کړې

author avatar
28 Jul 2020 - 11:27
د افغانستان اتصالات په کندهار ښار کې د 4G LTE چوپړتیاوې په بریالۍ توګه پیل کړې
author avatar
28 Jul 2020 - 11:27

کندهار،

د جولای ۲۶مه ۲۰۲۰
 

د جولای په ۲۶مه۲۰۲۰ د اتصالات مخابراتي شرکت په کندهار ښار کې د 4G LTE  چوپړتیاوې په بریالۍ توګه پیل کړې.  تر کابل، جلال اباد وروسته اوس کندهار دریم ولایت دی، چې اتصالات په رسمي ډول په کې د 4G چوپړتیاوې پیریدونکو ته وړاندې کوي.

د 4GLTE د ګرځنده موبایل د څلورم نسل چوپړتیاوو سره اوس د کندهار پیریدونکي کولای شي، چې تر ۱۰ ځله ډیر چټک انټرنټ د ۳ جی چوپړتیاوو په لګښت ترلاسه او خوند ترې واخلي. پیریدونکي به بیلا بیل اختیارونه ولري ترڅو زموږ د ۴ جی پراخه انټرنټي کڅوړو څخه لکه د ښه راغلاست ۳۰۰ ایم بی انټرنټ چې په ۱۵ افغانۍ د اتصالات پیریدونکو ته وړاندې کیږي خوند واخلي.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر میتو ویلشیر وویل، انتظار پای ته ورسید، اوس موږ د ۴ جی شبکې په وړاندې کولو سره ستاسو لوی ښار کندهار کې یو. موږ ژمن یو، چې دا به په کندهار کې په ځانګړي ډول او یا هم د سوداګري په ډګر کې د خلکو ترمینځ په ښه ډول د اړیکو نیولو او ارتباطاتو کې اغیزمن رول ولري او د دوی د ژوند د بهبود او سوداګرۍ د ودې لامل به شي.

اتصالات هیله لري، چې کندهار کې د ۴ جی تر وړاندې کولو وروسته دا چوپړتیاوې نورو ولایتونو ته هم وغځوي،   اوس مهال اتصالات د هغه سایټونو لیست چیرته چې د ۴ جی چوپړتیاوې د لاسرسي وړ دي د اتصالات ویبپاڼې او فیسبوک پانې کې د لاسرسي وړ دي.

اتصالات ژمن دی، ترڅو د نړۍ په کچه مخابراتي چوپړتیاوې خپلو پیریدونکو ته وړاندې کړي.  اتصالات لومړنۍ شرکت دی، چې د 3 جي چوپړتیاوې یې په افغانستان کې وړاندې کړلې او تر اوسه خپلو پیریدونکو ته غوره غږیږې او انټرنټي چوپړتیاوې په مناسبه بیه وړاندې کوي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابراتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر 6 ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات 400 ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.