ترینکوټ: (پژواک، ۸ زمری ۹۹) : د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوت ښار کې د چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي دي.
د ارزوګان د والي ویاند زړګي عبادي د زمري په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د ترینکوټ اړونده د نچین په سیمه کې د پولیسو پر یوه هاموې موټر شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او یوتن یې ټپي شوی دی.
د عبادي په وینا، هاموي په سیمه کې پر ګزمې بوخت و، چی پرې چاودنه شوې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن