ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوی کندهار قومي مشران: د افغانانو په مالکیت او مدیریت سوله غواړو

د لوی کندهار قومي مشران: د افغانانو په مالکیت او مدیریت سوله غواړو

author avatar
29 Jul 2020 - 17:03
د لوی کندهار قومي مشران: د افغانانو په مالکیت او مدیریت سوله غواړو
author avatar
29 Jul 2020 - 17:03

کندهار (پژواک، ٨ زمری ۹۹): د سوېلي زون سلګونو قومي مشرانو په یوه لویه غونډه کې د افغانانو په مالکیت او مدیریت پر سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بهرنیو پر لاس سوله د منلو نه ده.

ویناوالو ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتلونکي وبلل او له هغوی څخه یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د لوی اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند هرکلی هم وکړ خو یادونه یې وکړه چې اوربند باید نمایشي نه وي او پر مهال یې باید خلک خپلو سیمو ته د تګ راتګ اجازه ولري.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.

له هلمند څخه راغلي قومي مشر حاجي اختر محمد بادیزي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې جګړې له افغانانو هر څه اخیستي او نور هیڅ وګړی د جګړې دوام نه زغمي.

هغه ټینګار وکړ چې سوله باید یوازې او یوازې د افغانانو په مالکیت او مدیریت وي، ځکه د بهرنیانو پر لاس سوله نورې بدبختۍ له ځان سره لري.

ده د طالبانو له خوا د اختر په دریو ورځو او شپو کې د اوربند هرکلی وکړ خو ټینګار یې وکړ چې د اوربند پر مهال باید خلک خپلو سیمو ته د تګ راتګ اجازه ولري او اوربند باید نمایشي نه وي.

د نوموړي اشاره په دې اړه د وسله والو طالبانو هغې خبرپاڼې ته وه چې یادونه په کې شوې وه چې دولتي کسان د طالبانو سیمو ته او طالبان د دولت سیمو ته د تګ راتګ اجازه نه لري.

د کندهار ولایتي شورا غړي نعت الله شېردلي وویل، د لوی کندهار خلک داسې سوله نه غواړي چې د دې زون مشران ونډه په کې و نه لري.

ده زیاته کړه، لوی کندهار په جګړه کې ډېر قربانۍ ورکړي، په زرګونو انسان وژل شوي، په زرګونو بې کوره شوي نو ځکه په سوله کې د دوی ونډه د دوی حق دی.

هغه د امنیتي ځواکونو ننګه وکړه او ویې ویل، په سوله کې د هغوی پر برخلیک هیڅ راز معامله د منلو نه ده.

د فیض محمد بلوڅ په نوم یوه قومي مشر وویل، که که حکومتي لوری فکر کوي چې یوازې څو کورنۍ یا څو اشخاص به په واک کې وي نو دا یو خوب دی او په همدې توګه که طالبان فکر کوي چې سبا ټول نظام د یوه تحریک په لاس کې وي، نو دا هیڅ ممکنه نه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.