ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“شمالي کې د ځینو وکیلانو په وساطت د امنيتي چارواکو ګومارنې د ناامنیو ستر لامل دي”

“شمالي کې د ځینو وکیلانو په وساطت د امنيتي چارواکو ګومارنې د ناامنیو ستر لامل دي”

author avatar
29 Jul 2020 - 15:04
“شمالي کې د ځینو وکیلانو په وساطت د امنيتي چارواکو ګومارنې د ناامنیو ستر لامل دي”
author avatar
29 Jul 2020 - 15:04

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۹): د شمالي د ځوانانو شورا وایي، په دې سیمه کې د ځینو وکیلانو په وساطت د امنيتي چارواکو مقررۍ د ناامنیو لامل شوې او که حکومت ناامنۍ مهار نه کړي دوی به د ځان ساتنې لپاره وسلو ته لاس کړي. 

لوی شمالي، د کابل له کوهدامن نه پیلېږي او د پروان او کاپیسا ولایتونه په بر کې اخلي.

د لوی شمالي د ځوانانو شورا مشر رامش شمال، نن د دې شورا له یو شمېر غړو سره په کابل کې به ګډه خبري ناسته کې وويل چې په دې وروستيو کې په شمالي کې ناامنۍ ورځ تر بلې ډېریږي. 

هغه زیاته کړه: "نامسوول وسله وال او ترهګرې ډلې په شمالي سيمو کې د رشد په حال کې دي، ورځ تر بلې پياوړې کېږي او د دغي سیمي د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو او څارنوالانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی." 

دی زياتوي، په تېرو شاوخوا پنځو مياشتو کې د شمالي اړوند د کابل– سالنګ پر لويه لار نږدې ۷۰ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او نږدې ۱۵ څارنوالان هم د ماين په چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي دی.  

شمال پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: "د وزګارۍ او فقر ترڅنګ د ناامنۍ بل ستر لامل د ملي شورا د يو شمېر وکیلانو په وساطت د امنيتي چارواکو مقررۍ دي، کوم کسان چې د ملي شورا د غړو په وساطت پر دندو ګومارل شوي هېچا ته ځواب ويونکي نه دي او د يادو سيمو د امنيت ټينګښت ته هېڅ پام نه کوي." 

هغه پر حکومت غږ وکړ چې په شمالي سیمو کې د ناامنيو د مخنیوي په موخه د امنيتي ځواکونو شمېر ډېر کړي، خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او شمالي ته د مجهول الهويت ناقلينو د ورتګ مخه ونيسي . 

دی زياتوي: "که چېرې زموږ غوښتنو ته پاملرنه ونه شي او په شمالي سيمو کې امنيت ښه نه شي؛ موږ د خپل ځان د ساتنې په موخه وسلو ته لاس کوو او بیا به هېڅ بنسټ د اعتراض حق ونه لري." 

د ناستې په پای کې د يادې شورا پرېکړه ليک ولوستل شو. په پریکړه لیک کې د شمالي د امنیت د ټینګښت د غوښتنې ترڅنګ راغلي چې په دغه سیمه کې د دیني مدرسې ثبت شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.