مزارشریف (پژواک؛۹زمری، ۹۹) : د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولسي جرګې غړي وایي چې مزارشریف کې وروستۍ نا امنۍ او جنایي پېښې د سیمه ییزې ادارې د ضعف له امله زیاتې شوې دي.
دوی وایي، چې په رڼا ورځ د ښار په منځ کې خلک ترور کېږي او همدا راز غلاوې کېږي.
د بلخ د اوسېدونکو بل شکایت دا دی، چې په وینا یې مجرمین د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ خو اوونۍ لا تېره نه وي چې بېرته خوشې کېږي.
بلخ ولایت مقام بیا وایي چې ټولو امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې، چې د مجرمینو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
په وروستیو ورځو کې، مزارشریف ښار کې د نا امنیو، جنایي پېښو او غلاوو په اړه شکایتونه زیات شوي دي.
ښاریان وایي چې په رڼا ورځ او د ښار په منځ کې خلک ترور کېږي او همدا راز غلاوې کېږي.
مدني فعال او د مزار ښار اوسېدونکي شهزاده شهیر پژواک ته وویل، چې د شته ناخوالو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
شهیر زیاته کړه، چې امنیتي ارګانونو څو ځله د مجرمینو پر ضد د اقداماتو خبره کړې؛ خو په وینا یې چې جرایم د کمېدو پر ځای لا ډېر شوي دي.
نوموړي وویل : (( موږ بالاخره چاته فریاد وکړو، په رڼا ورځ د ښار منځ کې سړی وژل کیږي، د ښار منځ کې له خلکو پیسې تښتول کېږي، په داسې حال کې چې د پېښې د ځای په لس مترۍ کې پولیس هم ولاړ وي؛ خو بیا هم مجرمین تښتي؛ نو په دغسې حالت کې خلک څه وکړي؟ ))
د بلخ دغه مدني فعال همدا راز وایي چې د پولیسو له خوا ډېری نیول شوي مجرمین، چې د سیمه ییزو زورواکو ملاتړ له ځان سره لري، د څو محدودو ورځو په تېرېدو بېرته خوشې کېږي.
هغه زیاتوي، چې د بلخ سیمه ییزه اداره او امنیتي ارګانونه باید د امنیت برخې ته جدي او هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
د بلخ پوهنتون استاد، اسدالله ناصري هم پژواک سره په خبرو کې وویل چې د جرایمو او نا امنیو پېښې د امنیتي ادارو د کم کارۍ له امله زیاتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن