د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​خلک : د مزار شریف وروستۍ نا امنۍ د سیمه ییزې ادارې د ضعف له امله دي

​خلک : د مزار شریف وروستۍ نا امنۍ د سیمه ییزې ادارې د ضعف له امله دي

Jul 30, 2020 - 14:49

مزارشریف (پژواک؛۹زمری، ۹۹) : د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولسي جرګې غړي وایي چې مزارشریف کې وروستۍ نا امنۍ او جنایي پېښې د سیمه ییزې ادارې د ضعف له امله زیاتې شوې دي.

دوی وایي، چې په رڼا ورځ د ښار په منځ کې خلک ترور کېږي او همدا راز غلاوې کېږي.

د بلخ د اوسېدونکو بل شکایت دا دی، چې په وینا یې مجرمین د پولیسو له خوا نیول کېږي؛ خو اوونۍ لا تېره نه وي چې بېرته خوشې کېږي.

بلخ ولایت مقام بیا وایي چې ټولو امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې، چې د مجرمینو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

په وروستیو ورځو کې، مزارشریف ښار کې د نا امنیو، جنایي پېښو او غلاوو په اړه شکایتونه زیات شوي دي.

ښاریان وایي چې په رڼا ورځ او د ښار په منځ کې خلک ترور کېږي او همدا راز غلاوې کېږي.

مدني فعال او د مزار ښار اوسېدونکي شهزاده شهیر پژواک ته وویل، چې د شته ناخوالو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

شهیر زیاته کړه، چې امنیتي ارګانونو څو ځله د مجرمینو پر ضد د اقداماتو خبره کړې؛ خو په وینا یې چې جرایم د کمېدو پر ځای لا ډېر شوي دي.

نوموړي وویل : (( موږ بالاخره چاته فریاد وکړو، په رڼا ورځ د ښار منځ کې سړی وژل کیږي، د ښار منځ کې له خلکو پیسې تښتول کېږي، په داسې حال کې چې د پېښې د ځای په لس مترۍ کې پولیس هم ولاړ وي؛ خو بیا هم مجرمین تښتي؛ نو په دغسې حالت کې خلک څه وکړي؟ ))

د بلخ دغه مدني فعال همدا راز وایي چې د پولیسو له خوا ډېری نیول شوي مجرمین، چې د سیمه ییزو زورواکو ملاتړ له ځان سره لري، د څو محدودو ورځو په تېرېدو بېرته خوشې کېږي.

هغه زیاتوي، چې د بلخ سیمه ییزه اداره او امنیتي ارګانونه باید د امنیت برخې ته جدي او هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

د بلخ پوهنتون استاد، اسدالله ناصري هم پژواک سره په خبرو کې وویل چې د جرایمو او نا امنیو پېښې د امنیتي ادارو د کم کارۍ له امله زیاتې شوې دي.

دی وایي، چې په حکومتي ادارو کې د مجازاتو او مکافاتو قانون نه تطبیق د دې لامل شوی چې جرایم زیات شي.

ناصري زیاته کړه: ((هېڅ څوک په ښار کې د خوندیتوب احساس نه کوي او مجرمین هم چې وغواړي د ښار په هره نقطه کې خپل هدف ته په اسانۍ رسېدای شي. ))

د بلخ پوهنتون دغه استاد وړاندیز کوي، چې د وضعیت د کنټرول په موخه باید د بلخ پولیسو په لیکو کې پراخ تغیرات رامنځته شي.

د هغه په خبره، د هرې حوزې مسوول چې په خپله دنده کې ناغېړي کوي، نو باید ژر تر ژره منفک کړای شي.

استاد ناصري زیاتوي چې اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د بلخ امنیه قوماندانۍ په کچه تغیرات راشي، څو حالت بېرته مثبت لور ته لاړ شي.

نوموړی وایي، که حکومت د مزارشریف وضعیت ته په جدي ډول پاملرنه ونه کړي؛ نو حالت به تر دې هم کړکېچن شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل رحمان همدرد بیا د مزارشریف ښار وروستۍ ناخوالو تر شا سیاسي لاسوهنې بولي.

هغه پژواک ته وویل چې د بلخ ولایت ټولې مهمې ادارې او په ځانګړې توګه امنیتي ادارې سهمیه بندي شوي او څو مشخصو کړیو ته ورکړل شوې دي.

د همدرد په خبره: (( مزارشریف کې ډېری ادارې د سهمیه بندۍ پر اساس ویشل شوي، تاسې فکر وکړئ یو څوک چې د فساد او شخصي او ګوندي روابطو پر ځای د کومې امنیتي ادارې سر کې مقرر شي؛ نو هغه به څه نظام ته او امنیت ته ژمن پاتې شي؟ خو ښکاره خبره ده چې یاد کس به هماغه چاته ژمن وي چې دی یې تر څوکۍ او مقامه رسولی. ))

د ولسي جرګې دغه غړی همدا راز وایي چې ډېر مجرمین او د امنیت مخربین له نیول کېدو څو ساعته او یا هم څو ورځې وروسته بېرته خوشې کېږي او بیا پر ناقانونه کړنو لاس پورې کوي.

هغه وایي چې د بلخ امنیتي ادارو ته باید د تخصص او وړتیا له مخې مسوولین وګومارل شي.

نوموړی زیاتوي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د خلکو او دولت تر منځ به بې باوري او فاصله نوره هم زیاته شي.

خو بلخ ولایت مقام بیا د امنیتي وضعیت د کنترول ډاډ ورکوي.

د ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع پژواک ته وویل چې د دغه ولایت ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه شوې، څو د مجرمینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

شجاع زیاته کړه: (( زه له ټولو امنیتي ارګانونو غواړم چې عاجل لاس په کار شي او شته وضعیت ته تغیر ورکړي، مجرم باید د قانون منګولو ته وسپارل شی، هغه که هر څوک وي، حتی که زما ورور هم وي، باید قانون پرې تطبیق شي((.

هغه زیاتوي چې په غیر قانوني ډول د مجرمینو خوشې کول، د بلخ سیمه ییزې ادارې ته د منلو وړ نه دي.

شجاع الدین شجاع دا هم وویل، چې بلخ ولایت مقام هڅه کوي، څو خلکو ته ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan