ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

author avatar
31 Jul 2020 - 15:36
پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري
author avatar
31 Jul 2020 - 15:36

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): د دیني چارو پوهان وایي هغه کسان چې سږ کال یې د حج اراده درلوده د حج پیسې دې پر مسکیمانو ووېشي؛ ځکه له بېوزلو مرسته هم فرض ده.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د چنګاښ میاشتې په درېیمه د سعودي حکومت اعبان وکړ چې د کرونا له امله سږ کال د حج مراسم په محدود ډول ترسره کېږي او یوازې لس زره کسان به چې سعودي کې مېشت دي، ګډون وکړي.

هر کال له دوه میلیونه ډېر مسلمانان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو د حج مراسمو لپاره سعودي ته ځي چې ۲۰زره یې افغانان جوړوي.

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

دیني عالمان له هغو کسانو چې سږ کال یې د حج کولو اراده درلوده، غواړي چې د حج لپاره ځانګړې کړې پیسې مسکینانو ته ورکړي.

دیني عالم محمد حسن حقیار پژواک ته وویل، حج یو د دین له فرایضو دی، باید هر مسلمان چې اقنصادي مشکل ونه لري دغه فریضه ادا کړي.

هغه وایي: "سږ کال د کرږنا ویروس خپرېدو له امله خلک حج نه شي کولی خو زما په نظر هغو دغه پیسې باید مسکینانو ته ورکړي؛ ځکه ثواب یې ډېر ړی."

هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې حج فرض دی، له بېوزلو سره مرسته هم فرض ده، له یادو هېوادوالو مې غوښتنه داده چې خپلې پیسې دې د خدای د رضا لپاره مسکینانو ته ورکړي."

نوموړی وایي چې له بېوزلو سره مرسته هم ثواب لري لکه څنګه چې ویل شوي:

دل به دست اور که حج اکبر است

ازهزاران کعبه یک دل بهتر است"

د غور یو دیني عالم عبدالجبار حقبین هم وایي چې سږ کال د کرونا ویروس له امله د حج مراسم محدود شوي او چا چې یې اراده کړې وه پاتې شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.