د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالحي په لږو امکاناتو او له بایسکېل څخه په ګټه اخیستو د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی

عبدالحي په لږو امکاناتو او له بایسکېل څخه په ګټه اخیستو د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی

Jul 31, 2020 - 12:17

سرپل (پژواک، ۹ زمری ۹۹): یو کس له خلکو سره د مرستې او له ۱۳زره افغانۍ معاش څخه د سپما له لارې له بایسکېل څخه په ګټې اخیستو د ماشومانو لپاره په سرپل او جوزجان ولایتونو کې ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی.

دغه کس د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د پلان عمومي مدیر او د جوز جان ولایت د مرکز اوسېدونکی سید مهدي عبدالهی دی.

هغه چې هره ورځ د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان څخه تر سرپل ښار پورې شاوخوا پنځوس کلیومتر لاره په کرایي موټرو کې ځي، وایي چې د رخصتۍ په ورځو کې او له رسمیاتو وروسته، له بایسکېل څخه په ګټه اخیستنې د یادو دوو ولایتونو د مرکزونو ځینو سیمو ته ځي او کتابونه د ماشومانو په اختیار کې ورکوي.

هغه زیاته کړه چې په لومړیو کې یې له فرهنګیانو څخه د ماشومانو د کیسو کتابونه راټولول او ماشومانو ته به یې په امانت ډول د مطالعې لپاره ورکول، خو په ۱۳۹۷ کال کې د کابل او بلخ د دوستانو د فرهنګ شپږ سوه ټوکه کتابونه د جوزجان او سرپل د ماشومانو د ګرځنده کتابتون په اختیار کې ورکړل.

د هغه په خبره، له ۱۳۹۷ کال وروسته له خپلې ۱۳زره افغانۍ تنخوا څخه یې یوڅه پیسې د ماشومانو لپاره د داستانونو او نور کتابونو لپاره سپما کولې او تر اوسه یې د ۲۲زره افغانیو په ارزښت دغه ډول کتابونه پېرلي دي.

هغه څرګنده کړه چې اوس مهال د یاد ګرځنده کتابتون ۲۳۰۰ کتابونه له ماشومانو سره موجود دي.

عبدالهی وایي په راتلونکي کې د فرهنګیانو په مرسته د دغه ګرځنده کتابتون فعالیت د یادو ولایتونو ولسوالیو ته غځوي.

هغه زیاتوي: ((د ماشومانو لپاره مې له ګرځنده کتابتون څخه موخه د کتاب لوستلو فرهنګ ته د ماشومانو هڅول او په لوستلو او لیکلو کې ډېره برخه اخیستل دي څو ماشومان مو په راتلونکي کې عالمان، ځیرک او مسوولیت مننونکي و اوسي.))

د دغه ګرځنده کتابتون له وېشل شوو کتابونو څخه ګټه اخیستونکي هم د عبدالهي له دغه خدمته خوښ دي او مننه ترې کوي.

د جوزجان ولایت د مرګز شبرغان اوسېدونکی قسیم چې د درېیو زامنو پلار دی، وایي زامن یې په دویم او درې ټولګیو کې درس وایي، خو سږ کال د کرونا ویروس د بندیزونو له امله، ونه توانېدل څو ښوونځي ته ولاړ شي.

هغه وایي چې په لومړيو کې اندېښمن و چې زامن یې له لیک او لوست لرې پاتې کېږي، خو د ماشومانو د کتابتون له خوا د هغوی کوڅې ته د ماشومانو د کیسو له کتابونو ور وړلو سره، د هغه د زامنو لپاره هم د لوست زمینه برابره شوه.

قسیم د عبدالهي دغه اقدام ستایي او وایي چې زامن یې له کتاب لوستلو سره عادت شوي او هغه یې اړ کړی دی چې له بازاره هم هغوی ته مختلف کتانو وپېري.

نهه کلن سمیر هم د ګرځنده کتابتون له خوا د ماشومانو لپاره د کتابونو دغه وېش ستایي، وایي چې دغه کار د دې سبب شوی چې له کتاب لوستلو سره عادت شي او په راتلونکي کې وکولای شي د لوستلو او لیکلو له لارې لوړ مقام ته ورسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan