ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر سپین بولدک دپاکستان برید کې ۶۰ کسان شهیدان او ټپیان شوي

پر سپین بولدک دپاکستان برید کې ۶۰ کسان شهیدان او ټپیان شوي

author avatar
31 Jul 2020 - 06:17
پر سپین بولدک دپاکستان برید کې ۶۰ کسان شهیدان او ټپیان شوي
author avatar
31 Jul 2020 - 06:17

کندهار، کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹) :  د ملي دفاع وزارت وایي چې د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستانیو ځواکونو بریدونو کې لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دملي دفاع وزارت لخوا د زمري په ۱۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون پاکستانیو ځواکونو پر سپین بولدک ولسوالۍ بریدونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې ۹ ملکي وګړي شهیدان او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیآ د هیواد ټولو ځواکونواو په ځانګړې توګه ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۳ تندر قول اردو ګانو ته لارښوونه کړې چې د پاکستانیو ځواکونو هر ډول اقدام باندې بالمثل عمل وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې د ډیورنډ پر کرښې افغان ځواکونو مجهز شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې د لوی درستیز په لارښوونه د هیواد هوایي ځواک او ځانګړي ځواکونه په تیارسي حالت کې دي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو ددوام په صورت کې به بالمثل عمل کوي.

بلخوا د کندهار امنیتي سرچینې وایي چې امنیه قوماندان جنرال تادین خان تازه دمي ځواکونه له درنو وسلو سره سپین بولدک ته لیږلي دي.

تر دې مخکې پرون پاکستانیو ملیشه ځواکونو په چمن کې پر هغو مسافرو ډزې کړې چې غوښتل یې په دوستۍ دروازه افغانستان ته واوړي.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ د چمن – سپین بولدک لاره د مسافرو پر وړاندې د پرانستلو اعلان کړی و، چې د کرونا له امله له تیرو څو میاشتو راهیسې بنده وه.

لسګونه زره کسان چې له افغانستان څخه بلوچستان ته تللي وو، له تیرو څو میاشتو راهیسې هلته بند پاتې وو او په دې وروستیو کې یې په چمن کې احتجاجي پرلت هم وهلی و.

د پاکستان د اعلان سره سم پرون لاره پرانستل شوه، خو نن  د پاکستان ملیشه ځواکونو د اعلان خلاف لاره بیرته وتړله چې له امله یې خلک وپاریدل او پر درواه یې هجوم یوړولو.

د کندهار ولایت یوې دولتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د زمري په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې پاکستانیو ملیشه وو پر مسافرو ډزې کړې چې له امله یې تر شلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې زیاته کړه چې پاریدلو مسافرو هلته پر دوستۍ دراوزې او هجوم اړولی او هغه یې نړولې ده، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا نه دی تایید کړی.

یادې سرچینې وویل چې پاکستانیو ملیشه وو د پولې دیخوا پر افغان کمیسارۍ هم ډزې کړې دي.

پژواک اژانس په سپین بولدک کې له افغان کمیسیار عزیز غرزي سره اړیکه ونیوله، هغه د غوسې او وارخطایې له امله له خبرو ډډه وکړه.

هغه زیاته کړه : (( پر موږ برید شویو، زه د خپلو کسانو پر خوندي کولو بوخت یم.))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.