د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

Jul 31, 2020 - 15:36

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): د دیني چارو پوهان وایي هغه کسان چې سږ کال یې د حج اراده درلوده د حج پیسې دې پر مسکیمانو ووېشي؛ ځکه له بېوزلو مرسته هم فرض ده.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د چنګاښ میاشتې په درېیمه د سعودي حکومت اعبان وکړ چې د کرونا له امله سږ کال د حج مراسم په محدود ډول ترسره کېږي او یوازې لس زره کسان به چې سعودي کې مېشت دي، ګډون وکړي.

هر کال له دوه میلیونه ډېر مسلمانان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو د حج مراسمو لپاره سعودي ته ځي چې ۲۰زره یې افغانان جوړوي.

پوهان: له بېوزلو سره مرسته د حج په اندازه ثواب لري

دیني عالمان له هغو کسانو چې سږ کال یې د حج کولو اراده درلوده، غواړي چې د حج لپاره ځانګړې کړې پیسې مسکینانو ته ورکړي.

دیني عالم محمد حسن حقیار پژواک ته وویل، حج یو د دین له فرایضو دی، باید هر مسلمان چې اقنصادي مشکل ونه لري دغه فریضه ادا کړي.

هغه وایي: "سږ کال د کرږنا ویروس خپرېدو له امله خلک حج نه شي کولی خو زما په نظر هغو دغه پیسې باید مسکینانو ته ورکړي؛ ځکه ثواب یې ډېر ړی."

هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې حج فرض دی، له بېوزلو سره مرسته هم فرض ده، له یادو هېوادوالو مې غوښتنه داده چې خپلې پیسې دې د خدای د رضا لپاره مسکینانو ته ورکړي."

نوموړی وایي چې له بېوزلو سره مرسته هم ثواب لري لکه څنګه چې ویل شوي:

دل به دست اور که حج اکبر است

ازهزاران کعبه یک دل بهتر است"

د غور یو دیني عالم عبدالجبار حقبین هم وایي چې سږ کال د کرونا ویروس له امله د حج مراسم محدود شوي او چا چې یې اراده کړې وه پاتې شول.

هغه زیاته کړه: "زه هیله من یم چې په دغو ښو ورځو کې د فقیرانو لاسنیوی وکړي او د حج پیسې دې د خدای ج په لار کې ولګوي."

حقبین زیاته کړه: "حضرت محمد ص فرمایي: خدای ج له خپل بنده سره په مرسته کې دی، تر هغو چې بنده یې د خپل ورور په مرسته کې وي."

د کابل پوهنتون استاده شهلا فرید هم وایي: "د خدای له کخلوق سره مرسته یو له لویو عبادتونو دی او د الله ج په نزد غټ مقام لري."

هغې زیاته کړه: "څونه ښه ده چې کله د حج مراسم محدود شول هغه پیسې بېوزلو ته ووېشل شي، له بېوزلو سره مرسته د کعبې د طواف غوندې ثواب لري."

دا په داسې حال کې ده چې ځینو بېوزلو هم لهدهغو کسانو چې د حج اراده یې درلوده د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي متقاعد ډګروال روح الله وایي: "ړ کرونا له خپرېدو سره مې زوی چې یوه موسسه کې یې کار کاوه بېکاره شوو، یو بل زوی مې چې خصوصي مکتب کې وظیفه لري معاش نه لري، روزګار مو خراب دی، مرستې ته اړتیا لرم.

هغه له هغو کسانو چې د حج اراده یې درلوده غواړي چې خپلې د حج پیسې مسکینانو باندې ووېشي.

مو

د غور یو اوسېدونکی میراحمد وایي چې اقتصادي ستونزې لري او مرستې ته اړ دی.

غټګر میراحمد چې مخکې له کرونا یې وضعیت ښه و او اړ نه و، خو وروسته د کارونو په درېدو سره یې اوس وضعیت سم نه دی."

هغه زیاته کړه: "موږ چې له خپل کلي بېځایه شوو، اوس نه کار شته او نه هم روزګار، پلکې ته ځم هلته هم کار نشته، اختر ته مې خرڅه نشته، زموږ هیله دا ده چې څوک به کومک راسره وکړي."

دی هم له هغو کسانو چې د حج اراده یې درلوده، د مرستې غوښتونکی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan