ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ترېشر جوړولو فابريکه غواړي خپل تولیدات ټولې منځنۍ اسیا ته ورسوي

د ننګرهار ترېشر جوړولو فابريکه غواړي خپل تولیدات ټولې منځنۍ اسیا ته ورسوي

author avatar
1 Aug 2020 - 11:07
د ننګرهار ترېشر جوړولو فابريکه غواړي خپل تولیدات ټولې منځنۍ اسیا ته ورسوي
author avatar
1 Aug 2020 - 11:07

جلال اباد (پژواک ۸ زمری ۹۹): ننګرهار کې د ترېشر جوړولو يوې فابريکې مسوولين وايي، روان کال يې تاجکستان ته ۲۰ ترېشرونه صادر کړي او هڅه کوي چې ۲۰۲۱ کال کې خپل توليدات د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته هم ولېږي.

ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان هغه هېوادونه دي چې را روان کال به د افغانستان توليد ترېشرونه ور ولېږدول شي.

د جاوېد افغان په نوم د ترېشر او نورو کرنيزو سامان الاتو د جوړولو دا فابريکه ۲۳ کاله وړاندې د يو سوداګر له لوري جوړه شوې چې تر اوسه يې زرګونه ترېشرونه جوړ کړي او د هېواد ګوټ ګوټ ته يې رسولي دي.

د دې فابريکې څښتن تورملنګ شګيوال له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، فابريکه يې ۱۹۹۷ کال کې جوړه کړې، تر اوسه يې زرګونه ترېشرونه جوړ کړي او همدا روان کال يې د افغانستان توليد دا ترېشرونه تاجکستان هېواد ته صادر کړي دي.

د نوموړي په خبره, د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان له سوداګرو سره يې خبرې شوي او که د قرنطين ستونزه حل شي نو د بازار موندنې ډلې به دغو هېوادونو ته ولېږي او سلګونه ترېشرو پلور ته به زمينه برابره کړي؛ خو اوس هم د ۱۵۰ هغو د اخيستو ژمنې ورسره شوې دي.

د هغه په وینا، د ترېشر جوړولو په دې فابريکه کې ۱۳۰ کسانو ته په مستقيم ډول کاري زمينه برابره شوې او پر دې سربېره د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې د خر څلاو څانګې هم لري چې هلته هم لسګونه کسان په کار بوخت دي.

دی وایي، دې فابريکه کې د غنمو پر ترېشرو سربېره د جوارو او وريجو ترېشرونه، د ټراکټور ټرالۍ او نور زراعتي سامانونه هم توليدېږي.

د فابريکې مشر تورملنګ شګيوال وويل: ((هڅه کوو، چې په لوړ معيار، ښه قيمت توليد وکړو او د افغانستان نوم په نړۍ کې وځلوو او زموږ د ټيم کوښښ دا دی چې له افغانستان نه بهر هم مارکيټ پيدا کړو.))

هغه که څه هم د امنيت ستونزه دلته د صنعت پر وړاندې ستونزه ګڼي خو وايي، ډېر سرخوږی د صنعت پر وړاندې د برېښنا کمښت او يا هم نشتوالي رامنځته کړی دی.

نوموړی زياتوي, اوس يې د فابريکې لپاره په يو نوي او معياري کارځای کار پیل کړی چې هم به يې کارونه اسان او پراخ شي او هم به يې توليدات زيات او د کار کوونکو شمېر به لوړ شي.

په دغه فابريکه کې په کار بوخت کاريګر خوښ دي چې هم د خپل هېواد د توليداتو په جوړولو بوخت دي او هم ورته په خپل کور کې د کار زمينه برابره شوې ده.

سپين ږيری ميرسلام خان په دې فابريکه کې له ۱۳ کلونو راهیسې کار کوي. دی وايي، هيله يې دا ده چې يوه ورځ د خپل هېواد توليدات د نړۍ په نورو هېوادونو کې وګوري نو ځکه خو يې شپه او ورځ په ځان يوه کړې او دې فابريکه کې کار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.