ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښاروالۍ تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳ لویې پروژې پلې کړې دي

کندهار ښاروالۍ تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳ لویې پروژې پلې کړې دي

author avatar
1 Aug 2020 - 11:01
کندهار ښاروالۍ تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳ لویې پروژې پلې کړې دي
author avatar
1 Aug 2020 - 11:01

کندهار (پژواک، ۱۱  زمری ۹۹): کندهار ښاروالي وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په کندهار ښار کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۳ لویې پروژې پلي کړي چې له دې لارې هم زرګونو وګړو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شوي او هم د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د خلکو په غوښتنه د ښار د متوازن پرمختیايي پلان له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو ناحیو کې۱۳ بېلابېلې لویې پروژې پلې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په بشپړو شوو پروژو کې د سړکونو، پلي لارو،ګلدانونو، چریو، مارکېټونو او پارکینګونو جوړول او تر څنګ یې د یو شمېر ویجاړو شوو سړکونو خامه کاري، قیر رېزي او پینه کاري، د کثافت دانیو نصبول او نورې چارې شاملي دي.

هغه یادونه وکړه، په دې توګه د خلکو له غوښتنې سره سم هغوی ته د متوازنې پرمختیا پر بنسټ خدمات وړاندې شوي چې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

کندهار ښاروال د کافي بودیجې نشتوالی، د کرونا بحران له امله د عوایدو کمښت، له مالیې وزارت څخه د ښاري خدماتو د ټکس پر وخت نه انتقال او د بودجې ناوخته منظوري هغه ستونزې وګڼلې چې د دوی پرمختیايي چارې ټکنۍ کوي.

حیات د ښار په نهو ناحیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د روانو چارو او خپلو راتلونکو پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې هره پروژه به د خلکو په غوښتنه د ښار د متوازن پرمختیايي پلان له مخې عملي کوي.

ده وویل، په کندهار کې د ولسي تړون پروژې ډېرې ښې روانې دي چې تر دې مهاله د ۲۰۰ شوراګانو پروژې بشپړې شوي او د ۱۰۰ نورو شوراګانو پروژې روانې دي.

هغه د دې تر څنګ خبر ورکړ چې د کندهار ښار شل کلن ستراتیژیک پلان نهايي شوی او د ولسمشر د لارښوونې له مخې باید هره اداره په همدې چوکاټ کې خپلې پروژې پلان کړي.

ښاروال د پرمختیايي چارو په لړ کې خبر ورکړ چې نړیوال بانک په کندهار ښار کې ۴ مهم سړکونه جوړوي چې له ډېره وخته یې خلک د جوړولو غوښتنه کوي.

د دغو سړکونو له جملې د نږدې یو کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوي او د پاتې دریو سړکونو جوړولو چارې به ژر پيل شي چې د بای پاس سړک جوړولو هم په کې شامل دي.

حیات وايي، دغه سړک د نړیوال بانک د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت په اوو میاشتو کې جوړېږي چې هم به زرګونو کسانو ته په کې کار وموندل شي او هم به زرګونو خلکو ته اسانتیا برابره شي.

ده زیاته کړه : ((نړیوال بانک ته مو د کندهار ښار د څلورو سړکونو (حاجي عزیز، میر بازار، بای پاس، یک لینګ) د جوړېدو پروژې وړاندیز کړی و چې منظور شوی، د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوي او د نورو به ژر پیل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.