ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان ولایت په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

د اروزګان ولایت په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
1 Aug 2020 - 20:04
د اروزګان ولایت په دوو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
1 Aug 2020 - 20:04

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ زمری ۹۹) : په اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي د زمري په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه نن سهار هغه مهال پر ملکیانو وشوه کله چي د ولسوالۍ بازار ته پر لاره و .

د هغه په وینا، ددوی پر موټر د طالبانو لخوا ځای پر ځآی شوی ماین چاودنه کړې چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژل شوي دي.

عبادي وایې، دوهمه چاودنه نن غرمه مرکز ترینکوت اړوند نچین سیمه کي پر یوه کروندګر هغه مهال شوې، چي په ځمکه کې په کار بوخت و.

دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې په هیواد کې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان شوی دی.

طالبانو تردې مهاله په اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.