جلال اباد ، میمنه (پژواک، ۱۱زمری ۹۹) : په لغمان او فاریاب ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ځایي چارواکي وایي چې د ولایت د مرکز مهترلام اړوند په میدانیو سیمه کې نن سهار د کرولا او سراچې موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
د والي ویاند اسدالله دولتزي پژواک ته وویل چې په دې پېښه کې یوتن مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي چې په ټپیانو کې اووه ښځې شاملې دي.
د یو بل خبر له مخې، په فاریاب ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب د ترافیکو مدیر محمد داوود فاریابي پژواک ته وویل چې نن غرمه د المار ولسوالۍ پر لاره یو موټر چپه شوی و چې له امله یې دوه تنه مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د هغه به وینا، مړي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي چې داختر مبارکۍ ته روان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن