ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو موضوع حل او ښایي راتلونکې اوونۍ خبرې پیل شي

سرچینه: د ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو موضوع حل او ښایي راتلونکې اوونۍ خبرې پیل شي

author avatar
1 Aug 2020 - 16:18
سرچینه: د ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو موضوع حل او ښایي راتلونکې اوونۍ خبرې پیل شي
author avatar
1 Aug 2020 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۹) : یوه باوري سرچینه وایي چې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو موضوع هم حل شوې او اټکل کیږي چې راتلونکې اوونۍ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

تر اختره مخکې د افغانستان حکومت قطر کې د امریکا او طالبانو د تړون له مخې، د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړي وو، خو د پاتې څلورو سوو له خوشې کولو څخه یې له دې امله ډډه کوله، چې خطرناک بندیان دي او ستر جرمونه یې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني پرون سهار د اختر تر لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې د طالبانو د پنځه زره کسیز بندیانو له لېست څخه د ۴۰۰ بندیانو د نه خوشې کولو په هکله وویل، چې د دغو څلورو سوو بندیانو په اړه دی د ولسمشر په توګه د اساسي قانون او د جزا د قانون له مخې پرېکړه نه شي کولی.

خو هغه په ډاګه کړه چې دا په دې معنی هم نه ده، چې د دغو بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت ځواب منفي دی.

ولسمشر غني وویل، چې په نږدې موده کې به د افغانستان ولس ته مراجعه وکړي او له هغوی څخه به مشوره وغواړي.

هغه زیاته کړه چې ډېر ژر به یوه مشورتي لویه جرګه را وغواړي او جرګه به د دغو پاتې څلور سوو طالب بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

خو یوې باوري سرچینې چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، د زمري په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې حکومت اوس د امریکا په غوښتنه د پاتې ۴۰۰  طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

سرچینې زیاته کړه چې دا بندیان راتلونکو دوو درېیو ورځو کې خوشې او تر هغه وروسته د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو امکان شته دی.

بلخوا یادې سرچینې دا هم وویل چې د لوی اختر درېیو ورځو لپاره د حکومت او طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند به هم غځول کیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اوربند د غځېدلو پرېکړه د ولسمشر اشرف غنی، زلمي خلیلزاد، ډاکتر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي تر منځ ګډه ناسته کې شوې ده.

د  افغانستان د حکومت رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کیدل د امریکا او د طالبانو ترمنځ د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹ مې د تړون یوه مهمه برخه وه، چې د بندیانو د خوشې کولو لس ورځې وروسته د بین الافغاني خبرو پیلیدل په پام کې نیول شوي وو، خو افغان حکومت له خوا د بندیانو په خوشې کیدو کې د ځنډ له امله بین الافغاني خبرې له دغه تړون څخه د پنځه میاشتو په تېرېدو لا هم نه دي پیل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.