د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د اورښتونو او سيلابونو له امله یوه ښځه او ۱۵ ماشومان مړه شوي

ننګرهار کې د اورښتونو او سيلابونو له امله یوه ښځه او ۱۵ ماشومان مړه شوي

Aug 01, 2020 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۹۹) : د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو او سيلابونو راوتلو له امله د يوې مېرمنې په ګډون ۱۶ ماشومان مړه او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د زمري په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ د قلعټک اړوند زوړ کلي کې رامنځته شوې د معلوماتو له مخې چې د ځینو جسدونه موندل شوي او د نورو د پیدا کېدو هڅې روانې دي.

هغه وایي، چې همدا راز په سيمه کې لسګونه کورونه او ملکيتونه هم تخريب شوي دي.

د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند پر ياده پېښه خواشيني ښودلې او اړونده ادارو ته يې سپارښتنه کړې ترڅو سيمې ته د ژغورنې په موخه ټيمونه او عاجلې مرستې ولېږي.

په سيمه کې د ولسوال په مشرۍ دولتي مسوولين د ولسي خلکو په همکارۍ د جسدونو موندلو او د پاتې کسانو ژغورنې په موخه فعاليت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan