د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ کسان پر کرونا اخته او يو کس مړ شوی

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ کسان پر کرونا اخته او يو کس مړ شوی

Aug 01, 2020 - 13:46

 کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په هېواد کې ۳۵کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۵ کسان پر کرونا اخته شوي او د دې ناروغۍ له امله يو کس مړ شوی دی.

سرچینه وایي چې له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۷۱۰ ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې داسې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی چې کوم کس دې له يادې ناورغۍ بېرته روغ شوی وي، خو تردې دمه په هېواد کې له کرونا ۲۵۵۰۹ کسان بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي ، د یاد یو کس له مړه کېدو سره په هېواد کې تراوسه د کرونا له امله ۱۲۸۳ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تازه ثبت شویو ۳۵ پېښو کې ۱۳ په هرات، پنځه، پنځه په تخار او بغلان، درې په غزني، دوه، دوه په کابل، پکتيا او کندوز او يوه يوه پېښه په ننګرهار، پروان او پنجشېر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې خلک دې روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیسي په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan