مزار (پژواک، ۱۲ زمری ٩٩): پولیسو له ازبکستان څخه مزارشریف ته لېږدېدونکي ۹۰۵۴ بوتله شراب او نور الکولي مشروبات د حيرتانو په بندري ښارګوټي کې کشف او ضبط کړي دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه الکولي مشروبات په یو کانټینر کې له سوداګریزو توکیو سره ځای پر ځای شوي و.
هغه وایي چې دغه توکي پولیسو تېره پنجشنبه له ازبکستان څخه مزارشریف ښار ته د لېږد پر مهال کشف او ضبط کړي دي.
هغه په دې تړاو نور جزئیات ورنه کړل، خو په بلخ کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د یادو توکیو په تړاو یو تن نیول شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن