کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): د غاښونو متخصصین وایي چې د باردارۍ (حمل) په موده کې له غاښونو څخه د ساتنې برخه کې د میندو د پوهاوي کچې ټیټوالي له امله ډېرې مېرمنې په دې موده کې له ستونزو سره مخ کېږي چې د عامې روغتیا وزارت باید په دې اړه پوهاوی ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مېرمنې د حمل په موده کې د غاښونو شدید درد تېروي؛ خو د هغو خطرونو په نسبت چې لري یې، نه شي کولای د غاښونو متخصص ته مراجعه وکړي.
له حمل مخکې د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، د غاښونو مختصص او د غضنفر روغتیایي علومو په انسټېټیوټ کې یوه استاد زبېح الله مهمند له پژواک سره ځانګړې مرکه کې وویل چې یوه مېرمن مخکې له دې چې حمل واخلي، باید د خپلو غاښونو د معاینې لپاره د غاښونو متخصص ته ورشي.
نوموړی وایي چې د اړتیا په وخت کې باید خراب غاښونه له حمل مخکې معالجه شي؛ ځکه د حامله ګۍ په دوره کې د غاښ ایستل یا ډکول د جنین د سقوط او د هغه د سوء شکل لامل کېږي.
د هغه په خبره، د حامله ګۍ په درېیو لومړیو میاشتو کې د غاښ ایستل یا ډکول چې عصب کشۍ ته یې اړتیا وي، د سوء شکل او په درېیو اخرو میاشتو کې د جنین د سقط لامل ګرځي.
د غاښو د متخصصینو په باور د غاښونو حفظ الصحه، د غاښونو بُرس کول (مسواک) ساده او په عین حال کې د غاښونو د پاک او سالم ساتلو لپاره ډېره ګتوره وسیله ده چې د مسواک د نه وهلو یا د هغه د نه استفادې په صورت کې، د غاښونو روغتیا له خطر سره مخ کېږي.
ډاکټر مهمند د ټولو له خوا د غاښونو د حفط الصحې ساتلو ته شاره وکړه وایي چې د ورځې باید حل اقل دوه ځله (سهار او د شپې له خوب مخکې) غاښونه بُرس شي.
هغه وویل چې د اورۍ درملنه په ځانګړې توګه د غاښونو د منګ لرې کول، د اوریو د ناروغیو درملنه او د اوریو د خونرېزیو درملنه باید له باردارۍ مخکې ترسره شي څو د روغو غاښونو د تخریب سبب نه شي. نوموړي زیاته کړه: «ډېری مېرمنې د حمل په وخت کې له هورموني بدلونونو او ویټامینونو له کمښت سره هم له ستونزو او د غاښونو او خولې له ناروغیو سره مخ کېږي، د اوریو ستونزه لکه خونریزي ډېره معمولي وي او دغه ډول ناروغان په دوامدار توګه شکایت کوي .
په مناسب غذایي رژیم سره د غاښونو مراقبت ډاکټر مهمند د مناسب غذایي رژیم په وسیله د غاښونو مراقبت ته اشاره کوي وایي: «د غاښونو د تشکل رژیم د جنین د دوران په ۴۵ ورځو کې ترسره کېږي؛ په دې معنا چې د بارداره میندو مراقبت په هماغه وخت کې ترسره کېږي؛ ځکه د وجود د مقاومت لوړول او د مناسب غدایي رژیم تنظیم ډېر اړین دي (( .
نوموړی وایي چې غذایي رژیم باید د ويټامینونو درلودونکی وي؛ څو د وجود مقاومت لوړ ولاړ شي.
هغه د دې په ویلو سره چې ډېر ساده کارونه کولای شي له مور سره د حمل او وروسته له هغه مرسته وکړي، زیاته کړه: "بارداره مور باید دغو ټکو ته پام وکړي چې د حاملګۍ په وخت کې د دوو کسانو، یعنې د خپل ځان او خپل ماشوم مسوولیت یې پر غاړه اخیستی دی، هڅه دې وشي څو د توان په صورت کې له ښو خوړو ګټه واخلي، ډېره ډوډۍ وخوري او د ځان ساتنه په ښه ډول وکړي."
د هغه په خبره چې باید له کافي اندازې تازه لبنیاتو، پروټینونو، سبزیجاتو او مرکباتو څخه ګټه واخلي څو د وجود مقاومت یې لوړ شي او د غاښونو د خرابېدو مخه ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن