د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ نور طالب بندیان خوشې کړې دي

حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ نور طالب بندیان خوشې کړې دي

Aug 02, 2020 - 12:42

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ نور طالب بندیان خوشې کړې دي.

د دغې شورا دفتر پر ټویټر پانې نن (د زمري ۱۲مه) لیکلي چې یاد بندیان په پروان او نورو ولایتوو کې ازاد شوې او له دې سره د ټولو ازادو شویو طالب بندیانو شمېر ۴۹۱۷ تنو ته ورسېد.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د طالب بندیانو ازادول به تر هغې دوام وکړي چې دغه شمېر ۵۱۰۰ تنو ته ورسیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په پیغام کې وویل، د اختر تر څلورمې به ۵۰۰ طالب بندیان چې حکومت ته د طالبانو له خوا په سپارل شوي لېست کې یې نومونه نشته، خوشي شي.

ولسمشر غني وايي، دغه فرمان یې د طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند لپاره د "نېک نیت" په موخه صادر کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې تاکل شوې وه ۵۰۰۰ طالب زندانیان او زر د حکومت اړوند بندیان د سولې تر بین الافغاني خبرو مخکې ازاد شي، خو تر اوسه حکومت دغه شمېر نه دی پوره کړی او ولسمشر وېیلي چې د طالبانو د ۴۰۰ هغو بندیانو په اړه مشورتي لویه جرګه راغواړي چې طالبانو یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې او جنایي او نور جرمونه لري. 

طالبانو له اختر نه یوه ورځ مخکې اعلان وکړ، چې د افغان حکومت ټول زر تنه بندیان یې خوشې کړي او دا پروسه ددوی له خوا بشپړه شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan