کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): د سیمې یو اوسېدونکی وایي، پولیسو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یو ماشوم په ډزو وژلی او بل یې ټپی کړی دی، خو امنیه قومانداني وایي چې دغو دوو ماشومانو ته د ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې.
د ترینکوټ اړوند د چینو د سیمې یو تن اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو نن له غرمې مخکې په شاوخوا ۱۱ بجود په یاده سیمه کې له یوې پوستېپر دو ماشومانو ډزي وکړې، یو یې وواژه او بل یې ټپی کړ.
دی وايي، په دغه پېښه کې یو ماشوم ځای پر وژل شوی او بل په ټپي حالت کې روغتون ته لیږدول شوی دی.
خو د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار وایې، په چینو سیمه کي پولیسو پر ماشومانو ډزې نه دي کړي او یادو دوو ماشومانو ته د ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر ضیاالرحمن نیازی وایي چې دغه روغتون ته له چینو سیمې یو لس کلن ماشوم وروړل شوی چي په ډزو ټپی شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن