د باردارۍ په وخت کې د غاښونو ساتنې په اړه د پوهاوي پروګرامونه دې ډېر شي

 کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): د غاښونو متخصصین وایي چې د باردارۍ (حمل) په موده کې له غاښونو څخه د ساتنې برخه کې د میندو د پوهاوي کچې ټیټوالي له امله ډېرې مېرمنې په دې موده کې له ستونزو سره مخ کېږي چې د عامې روغتیا وزارت باید په دې اړه پوهاوی ډېر کړي.   

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مېرمنې د حمل په موده کې د غاښونو شدید درد تېروي؛ خو د هغو خطرونو په نسبت چې لري یې، نه شي کولای د غاښونو متخصص ته مراجعه وکړي.

له حمل مخکې د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، د غاښونو مختصص او د غضنفر روغتیایي علومو په انسټېټیوټ کې یوه استاد زبېح الله مهمند له پژواک سره ځانګړې مرکه کې وویل چې یوه مېرمن مخکې له دې چې حمل واخلي، باید د خپلو غاښونو د معاینې لپاره د غاښونو متخصص ته ورشي.

نوموړی وایي چې د اړتیا په وخت کې باید خراب غاښونه له حمل مخکې معالجه شي؛ ځکه د حامله ګۍ په دوره کې د غاښ ایستل یا ډکول د جنین د سقوط او د هغه د سوء شکل لامل کېږي.   

د هغه په خبره، د حامله ګۍ په درېیو لومړیو میاشتو کې د غاښ ایستل یا ډکول چې عصب کشۍ ته یې اړتیا وي، د سوء شکل او په درېیو اخرو میاشتو کې د جنین د سقط لامل ګرځي.   

د غاښو د متخصصینو په باور د غاښونو حفظ الصحه، د غاښونو بُرس کول (مسواک) ساده او په عین حال کې د غاښونو د پاک او سالم ساتلو لپاره ډېره ګتوره وسیله ده چې د مسواک د نه وهلو یا د هغه د نه استفادې په صورت کې، د غاښونو روغتیا له خطر سره مخ کېږي.   

ډاکټر مهمند د ټولو له خوا د غاښونو د حفط الصحې ساتلو ته شاره وکړه وایي چې د ورځې باید حل اقل دوه ځله (سهار او د شپې له خوب مخکې) غاښونه بُرس شي.

هغه وویل چې د اورۍ درملنه په ځانګړې توګه د غاښونو د منګ لرې کول، د اوریو د ناروغیو درملنه او د اوریو د خونرېزیو درملنه باید له باردارۍ مخکې ترسره شي څو د روغو غاښونو د تخریب سبب نه شي. نوموړي زیاته کړه: «ډېری مېرمنې د حمل په وخت کې له هورموني بدلونونو او ویټامینونو له کمښت سره هم له ستونزو او د غاښونو او خولې له ناروغیو سره مخ کېږي، د اوریو ستونزه لکه خونریزي ډېره معمولي وي او دغه ډول ناروغان په دوامدار توګه شکایت کوي .  

په مناسب غذایي رژیم سره د غاښونو مراقبت ډاکټر مهمند د مناسب غذایي رژیم په وسیله د غاښونو مراقبت ته اشاره کوي وایي: «د غاښونو د تشکل رژیم د جنین د دوران په ۴۵ ورځو کې ترسره کېږي؛ په دې معنا چې د بارداره میندو مراقبت په هماغه وخت کې ترسره کېږي؛ ځکه د وجود د مقاومت لوړول او د مناسب غدایي رژیم تنظیم ډېر اړین دي (( .

نوموړی وایي چې غذایي رژیم باید د ويټامینونو درلودونکی وي؛ څو د وجود مقاومت لوړ ولاړ شي.  

هغه د دې په ویلو سره چې ډېر ساده کارونه کولای شي له مور سره د حمل او وروسته له هغه مرسته وکړي، زیاته کړه: "بارداره مور باید دغو ټکو ته پام وکړي چې د حاملګۍ په وخت کې د دوو کسانو، یعنې د خپل ځان او خپل ماشوم مسوولیت یې پر غاړه اخیستی دی، هڅه دې وشي څو د توان په صورت کې له ښو خوړو ګټه واخلي، ډېره ډوډۍ وخوري او د ځان ساتنه په ښه ډول وکړي."   

د هغه په خبره چې باید له کافي اندازې تازه لبنیاتو، پروټینونو، سبزیجاتو او مرکباتو څخه ګټه واخلي څو د وجود مقاومت یې لوړ شي او د غاښونو د خرابېدو مخه ونیول شي.   

ډاکټر مهمند وایي چې د غاښونو د سانتې په اړه د مېرمنو د پوهاوي کچه ټیټه ده .

نوموړي وویل چې د ورځې تر دوو ډېر باردار ناروغان چې د غاښونو ساتنې په اړه پوهاوی نه لري، ده ته ورځي او د غاښ خرابوالي له امله د شدید درد او یا د اوریو له التهابي یا مکروبي کېدو څخه شکایت کوي

هغه وایي، جدي اړتیا ده څو د عامې روغتیا وزارت له رسنیو په مرستې په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي. هغه مورګانې چې د غاښونو د روغتیا په اړه لږ معلومات لري: د کابل د کارته پروان اوسېدونکې ۳۰ کلنه لیدا چې د ډاکتر مهمند کتنځي ته د غاښونو د معاینې لپاره راغلې وه، وویل: «زه نه پوهېدوم چې له حمل مخکې مې باید غاښونه معاینه کړم او په دې هم نه پوهېدم چې خراب غاښونه د حاملګي په وخت کې نه ایستل کېږي، په ډېر بد وضعیت کې یم، خو باید ویې زغمم څو ماشوم مې نړۍ ته راشي.» هغه وایي چې په دې اړه باید د رسنیو له خوا روغتیایي پوهاوي پرګرامونه ډېر شي.   

همدا راز یوه بله مېرمن فریحه چې د غاښونو د معاینې لپاره د ډاکټر مهمند معاینه خونې ته راغلې وه، پژواک ته وویل: «یو کال مخکې ما تازه حمل اخیستی و غاښ مې ډېر درد کاوه، ډاکټر ته ورغلم او خپل غاښ مې وکیښ، له بده مرغه چې ماشوم مې سقوط وکړ ځکه ډاکټر هم پوښتنه نه وه کړې او زه هم نه پوهېدم چې د حمل په وخت کې خپل غاښ ونه باسم.

نوموړې چې غوښتل یې اوس حمل واخلي، د غاښونو د معاینې لپاره راغلې څو له باردار کېدو مخکې د خپلو خرابو غاښونو درملنه وکړي. هغې هم په دې اړه د پوهاوي د پرګرامونو د ډېروالي غوښتنه وکړه

پژواک خبري اژانس وغوښتل څو په دې اړه د عامې روغتیا نظر له ځان سره ولري، خو مرکې ته څوک حاضر نه شول. 

نظر ورکړئ