ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه لوړپوړي حکومتي پلاوي کندهار ته سفر وکړ

د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه لوړپوړي حکومتي پلاوي کندهار ته سفر وکړ

author avatar
2 Aug 2020 - 16:01
د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه لوړپوړي حکومتي پلاوي کندهار ته سفر وکړ
author avatar
2 Aug 2020 - 16:01

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): لوړپوړي حکومتي پلاوي، د کندهار سپین بولدک کې د ډیورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي برید د څېړلو په موخه نن کندهار ته سفر وکړ.

یاد شوی پلاوی به په سپین بولدک کې د اختر په شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي برید او جګړې موارد وڅېړي چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول.

د ملي امنیت له شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا د مرستیال په مشرۍ دغه صلاحیت لرونکی پلاوی کندهار ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره ګوري، وروسته سپین بولدک ولسوالۍ ته ځي څو د پيښې په اړه له نږدې څېړنه او پلټنه وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، پلاوی به تر هر اړخیزې څېړنې وروسته د خپلو موندنو پایله له ولسمشر سره شریکه کړي.

د لوی اختر په شپه پاکستاني سرتېرو د سپین بولدک ولسوالۍ د استوګنې پر سیمو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل چې د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شپږ ساعته یې دوام درلود.

د ولایتي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

دغه نښته له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې چمن کې د ځايي خلکو له خوا د لارې د خلاصون په موخه د پیل شوي پرلت زرګونو ګډونوالو د لارې د خلاصولو هڅه وکړه.

په چمن کې له اعتراض کوونکو یو تن عظیم ممتاز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د پاکستاني سرتېرو په تاوتریخوالي او بریدونو کې هغې غاړې ته هم ۵ ملکي وګړي شهیدان او تر ۲۰ ډېر ټپيان شول.

د یادونې ده چې پاکستان شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په بهانه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.