د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

قادري: بېوزلو ماشومانو ته هم زده کړې او هم پيسې ورکوم

قادري: بېوزلو ماشومانو ته هم زده کړې او هم پيسې ورکوم

Aug 02, 2020 - 10:38

غزني ښار (پژواک، ۱۲ زمری ٩٩): په غزني ښار کې يو مدني فعال د لسګونو خيرات غوښتونکو او سپېلني دودوونکو ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې او د هغو هر یوه ته د زده کړو ترڅنګ د ورځې شل-شل افغانۍ هم ورکوي.

دغه مدني فعال عزيزالله قادري نومېږي چې له څه مودې راهيسې يې په غزني ښار کې د خیر دغه کار پيل کړی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د بېوزلو ماشومانو په لیدلو به سخت دردېده نو ځکه يې دغه ټولګى ورته جوړ کړى دى.

قادري زياته کړه: ((زما په دې ټولکي هغه ماشومان دي چې په ښار کې خيرات غواړي، سپېلني دودوي او يا هم د خلکو بوټونه رنګوي، زه دوى ته هر ډول زده کړې ورکوم او هم هر کس ته د ورځې شل-شل افغانۍ ورکوم.))

نوموړی وايي چې دغو ماشومانو ته يې درسي مواد او نور هر څه پر خپل شخصي لګښت برابر کړي او تر اوسه په دې برخه کې چا ورسره مرسته نه ده کړې.

دى وايي: ((٣٥ يا ٣٦ ماشومان دي، د غزني ښار په يوه تفريحي پارک کې ورته زده کړې ورکوم او دوى هم دېر خوشحاله دي.))

هغه زياتوي که چېرې حکومت ورسره مرسته وکړي نو د ډېرو ماشومانو لپاره به د زده کړو زمينه برابره کړي.

د همدې ټولګي يوې زده کوونکي نهه کلنې ملالۍ پژواک ته وويل چې د غزني ښار د جوماتونو په مخ کې د خلکو بوټونه رنګوي.

هغې وويل: ((پلار مې نشته، غټ ورور هم نه لرم، د خلکو بوټونه رنګوم، د ورځې تر سلو افغانيو پورې پيدا کوم.))

ملالۍ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه غواړم ډاکټره شم، ارمان مې دا دى چې درس و وايم، اوس دلته معلم صاحب راته درس وايي او شل روپۍ هم راکوي.))

د ياد ټولګي يو شمېر نورو ماشومانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که زمينه ورته برابره شي نو دوى درس ويلو لپاره چمتو دي.

د غزني ښار يو اوسېدونکی احسان الله د عزيزالله قادري د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي چې حکومت بايد ورسره مرسته وکړي څو دغه تولګى يې پرمختګ وکړي.

هغه وايي: ((با همته انسان دى چې دغه ډول اقدام يې کړى دى، داسې کارونه ډېر کم کيږي، دې سره بايد مرسته وشي چې دغه ټولګى يې سقوط ونه کړي.))

په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رييس محب الله انصار هم د دغه کار ستاينه کوي او وايي چې هرڅه د دوى په وس کې وي له قادري سره همکاري کوي.

انصار زياته کړه: ((دا بېسارى اقدام دى، داسې خلک ډېر کم پيدا کېږي، موږ يې ترڅنګ ولاړ يو او تر خپلې ورسې مرسته هم ورسره  کوو.))

د غزني د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې د جګړو او بېوزلۍ له امله شاوخوا څلور سوه زره پر شرايطو برابر ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan