ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قادري: بېوزلو ماشومانو ته هم زده کړې او هم پيسې ورکوم

قادري: بېوزلو ماشومانو ته هم زده کړې او هم پيسې ورکوم

author avatar
2 Aug 2020 - 10:38
قادري: بېوزلو ماشومانو ته هم زده کړې او هم پيسې ورکوم
author avatar
2 Aug 2020 - 10:38

غزني ښار (پژواک، ۱۲ زمری ٩٩): په غزني ښار کې يو مدني فعال د لسګونو خيرات غوښتونکو او سپېلني دودوونکو ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې او د هغو هر یوه ته د زده کړو ترڅنګ د ورځې شل-شل افغانۍ هم ورکوي.

دغه مدني فعال عزيزالله قادري نومېږي چې له څه مودې راهيسې يې په غزني ښار کې د خیر دغه کار پيل کړی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د بېوزلو ماشومانو په لیدلو به سخت دردېده نو ځکه يې دغه ټولګى ورته جوړ کړى دى.

قادري زياته کړه: ((زما په دې ټولکي هغه ماشومان دي چې په ښار کې خيرات غواړي، سپېلني دودوي او يا هم د خلکو بوټونه رنګوي، زه دوى ته هر ډول زده کړې ورکوم او هم هر کس ته د ورځې شل-شل افغانۍ ورکوم.))

نوموړی وايي چې دغو ماشومانو ته يې درسي مواد او نور هر څه پر خپل شخصي لګښت برابر کړي او تر اوسه په دې برخه کې چا ورسره مرسته نه ده کړې.

دى وايي: ((٣٥ يا ٣٦ ماشومان دي، د غزني ښار په يوه تفريحي پارک کې ورته زده کړې ورکوم او دوى هم دېر خوشحاله دي.))

هغه زياتوي که چېرې حکومت ورسره مرسته وکړي نو د ډېرو ماشومانو لپاره به د زده کړو زمينه برابره کړي.

د همدې ټولګي يوې زده کوونکي نهه کلنې ملالۍ پژواک ته وويل چې د غزني ښار د جوماتونو په مخ کې د خلکو بوټونه رنګوي.

هغې وويل: ((پلار مې نشته، غټ ورور هم نه لرم، د خلکو بوټونه رنګوم، د ورځې تر سلو افغانيو پورې پيدا کوم.))

ملالۍ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه غواړم ډاکټره شم، ارمان مې دا دى چې درس و وايم، اوس دلته معلم صاحب راته درس وايي او شل روپۍ هم راکوي.))

د ياد ټولګي يو شمېر نورو ماشومانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که زمينه ورته برابره شي نو دوى درس ويلو لپاره چمتو دي.

د غزني ښار يو اوسېدونکی احسان الله د عزيزالله قادري د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي چې حکومت بايد ورسره مرسته وکړي څو دغه تولګى يې پرمختګ وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.