کرونا په تېرو۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې یو تن مصاب کړی، یو یې وژلی دی

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس  یوه مثبت پیښه ثبت شوې ده او په دغه موده کې یو تن د دغې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د عامې روغتیا له وزارت وایي، چې د کرونا ویروس یاده پېښه بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په هېواد کې ټول ۳۶۷۱۱ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۲۵۵۰۹ تنه بېرته روغ شوي او ۱۲۸۴ نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې خلک دې روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیسي په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې.

نظر ورکړئ