ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اڅکزى: که پاکستان ناقانونه کړنو ته ادامه ورکړي، پښتانه به بغاوت وکړي

اڅکزى: که پاکستان ناقانونه کړنو ته ادامه ورکړي، پښتانه به بغاوت وکړي

author avatar
3 Aug 2020 - 17:46
اڅکزى: که پاکستان ناقانونه کړنو ته ادامه ورکړي، پښتانه به بغاوت وکړي
author avatar
3 Aug 2020 - 17:46

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٩) : پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزی وايي چې د هغه په نظر د پاکستان ستره مسله عمران خان نه دی، بلکې غټه مسله د جاسوسي (استخباراتي) ادارو په سیاست کې لاسوهنه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن د زمري په ١٣مه، په کويټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې او په چمن کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې غندنه يې وکړه.

پاکستانيو ځواکونو د اختر په شپه په سپين بولدک کې پر هغو مسافرو ډزې وکړې چې غوښتل يې افغانستان ته واوړي، دغه راز دوى د ډيورنډ فرضي کرښې دې خوا پر افغان ځواکونو او عامو هم ډزې کړې وې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

اڅکزي وويل،  چې د چمن د معترضينو ملاتړ کوي او بايد د چمن سپين -بولدک لاره د پخوا په څېر د هر ډول تګ راتګ او کاروبار لپاره هر وخت خلاصه وي.

هغه زیاته کړه چې پر ياده لار دې د خلکو تلاشي واخيستل شي، دوی کله هم نه وايي چې تلاشي دې نه اخيستل کیږي، خو خلک بايد ونه ځورل شي.

اڅکزى وايي چې د انګرېز په زمانه کې د چمن لارې ته څېرمه پرتو خلکو ته د کرښې دواړو غاړو ته په تګ راتګ هيڅ بندېز نه و، خو دا د تاريخ جبر دی چې يو قوم (پښتون) يې په دوه ځايه کې ووېشل شو.

نوموړي وويل ، د پاکستان حکومت په ډيورنډ کرښه د نړيوال معیار د تجارت لپاره د زمینې برابرولو پر ځای له خلکو څخه د ماښام ډوډۍ اخلي.

هغه تور پورې کړ چې هلته د تګ راتګ لپاره له يوه تن نه لس زره روپۍ اخيستل کيږي.

اڅکزي وويل، که پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي، پښتانه به بغاوت ته مجبور شي.

نوموړى وايي چې پاکستان د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، یوه مړۍ ډوډۍ یې لا نه ده ورباندې پېرزو.

اڅکزي افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي چې که پاکستان ایمانداري وکړي افغانستان سولې ته رسېدای شي.

هغه وويل، د چمن پر لاره د تګ راتګ پر مهال د خلکو ځورول او روان حالات د انصاف د نړیوال عدالت سرغړونه ده او که دا حالات روان پاتې شو، نو خلک به بغاوت کولو ته مجبوره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.