ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پر محبس بريد د اتو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د ننګرهار پر محبس بريد د اتو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

author avatar
3 Aug 2020 - 11:03
د ننګرهار پر محبس بريد د اتو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد
author avatar
3 Aug 2020 - 11:03

دويم تعقيب - جلال اباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٩): ځايي مسوولين وايي چې د ننګرهار پر محبس بريد تر شلو ساعتونو وروسته د اتو بريدګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېد.

دغه بريد پرون ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د يوه موټربم په وسيله وشو او ورسره سم وسله والو کسانو له يوې نږدې ودانۍ پر امنيتي ځواکونو بريد پيل کړ .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل چې تر شلو ساعتونو جګړې نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د اتو بريدګرو په وژل کېدو سره دا نښته پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې د عامو وګړو، امنيتي منسوبينو او بنديانو په ګډون ٢٩ کسان وژل شوي او تر ٥٠ ډېر ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي چې اوس هلته په محبس او شرق پلازه کې چاڼيز عمليات روان دي.

خوږياڼي وويل چې د پېښې پر مهال ۱۷۹۳ بندیان محبس کې وو، چې ۱۰۲۵ نفره یې د پولیسو او نورو ځواکونو له لوري د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي، څلور سوه دیرش نفره په محبس کې بند پاتې بندیان ژوندي ژغورل شوي.

د هغه په وينا، یو شمېر بندیان وژل شوي او ټپيان هم دي او ځینې یې لادرکه هم دي چې په اړه به یې وروسته معلومات شریک شي .

په همدې حال کې ننګرهار ته د هېواد لوی درستیز، د محبس عمومي ریاست مرستیال او نور لوړ پوړي چارواکي هم را رسېدلي دي،ترڅو د عادي او ډاډمن حالات په رامنځته کېدو کې همکاري وکړي .

وسله والو طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي، خو داعش يې مسووليت منلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.