ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په محبس بريد کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په محبس بريد کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Aug 2020 - 20:08
د ننګرهار په محبس بريد کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Aug 2020 - 20:08

جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دغه ولايت پر مرکزي محبس د وسله والو ډله ييز بريد له ۲۱ شل ساعته جګړې وروسته د ۱۱ وسله والو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

چارواکي وايي، په دې بريد کې د ۲۱ نظاميانو په ګډون ۷۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په ډله کې يې بنديان هم شامل دي.

بريد پرون ماښام ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د محبس مخې ته د يو موټر بم بريد څخه وروسته پيل شو، چې وسله والو  ته څېرمه يوې ودانۍ ته هم ځانونه رسولي و او د محبس داخل ته هم ننوتي و.

د دفاع وزارت لوی درستيز جنرال محمد ياسين ضياء چې د دغه بريد د مهارولو لپاره ننګرهار ولايت ته راغلی و د بريد تر پای وروسته يې د زمري په ۱۳مه د مازيګر په پنځه نيمو بجو يو رسنيز کنفرانس ته وويل، چې بريد د ټولو ۱۱ وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

هغه زیاته کړه، په دې بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپيان دي چې زياتره يې ملکي وګړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې امنيتي سرتيري توانيدلي چې د محبس مخې ته هغه مارکېټ کې چې درې بريدګر وسله وال ځای پرځای شوي و څلوېښت بند پاتې کورنۍ وژغوري.

له بلې خوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د بريد پرمهال ۱۷۹۳ تنه بنديان موجود وو، چې له ډلې يې ۱۰۲۵ تنه د تېښتې پرمهال بېرته نيول شوي، ۴۳۰ تنه په محبس کې بند پاتې ژوندي ژغورل شوي، ځينې يې مړه يا ټپيان شوي او د پاتې ورکو بنديانو په اړه هم پلټنې روانې دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل هم پژواک سره خبرو کې وويل، چې د پېښې له ځايه سيمه ييز روغتون ته ۲۵ جسدونه او ۴۸ ټپيان انتقال شوي چې ډله کې يې نظاميان هم شامل دي.

د روغتون یوې باوري سرچينې د نوم نه نشرېدو په شرطم پژواک ته وويل، چې د پېښې له ځايه په راوړل شويو مړو کې ۱۱ نظاميان، ۵ بنديان، ۷ ملکیان او دوه نامعلوم اشخاص او دغه راز په ټپيانو کې ۱۰ نظاميانو او پاتې نور ملکي وګړي او بنديان دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي نيوکه کوي چې پر محبس د بريد پرمهال يو شمېر سياسي بنديان هم تښتېدلي دي.

د شورا غړي ناصر کاموال پژواک ته وويل، په محبس کې د ۶۰۰ په شمېر کې سياسي بنديان موجود و چې زياتره يې تښتېدلي دي.

د دې پېښې مسوليت داعش وسله والو په غاړه اخېستی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.