ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي : ٤٠٠طالب زندانيان د افغانستان او ځينو هېوادونو په تور لېست کې دي

صديقي : ٤٠٠طالب زندانيان د افغانستان او ځينو هېوادونو په تور لېست کې دي

author avatar
3 Aug 2020 - 16:33
صديقي : ٤٠٠طالب زندانيان د افغانستان او ځينو هېوادونو په تور لېست کې دي
author avatar
3 Aug 2020 - 16:33

کابل(پژواک،۱۳زمرى ۹۹): د ولسمشر وياند وايي چې د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو موخه د ٤٠٠طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه د ملي اجماع رامنځته کول دي، ځکه ياد بنديان د افغانستان او ځينو بهرنيو هېوادونو په تور لېست کې شامل دي.

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافق په اساس چې د ١٣٩٨کال د کب په لسمه لاسليک شو، بايد له بين الافغاني خبرو مخکې حکومت پنځه زره طالب بنديان او طالبان بايد زر تنه حکومتي بنديان خوشې کړي.

د ملي امنيت شورا د معلوماتو په اساس، د افغانستان دولت تراوسه د لېست مطابق٤٦٠٠طالب بنديان او ٣١٧نور د طالبانو اړوند بنديان خوشې کړي دي.   

طالبانو ويلي چې دوى د دولت زر بنديان خوشې کړي دي.

ولسمشر غني ويلي چې د اساسي قانون او د جزا قانون په اساس دوى نور پاتې ٤٠٠ طالب بنديان چې په لېست کې دي نه شي خوشې کولى.

هغه د لوى اختر په لومړۍ ورځ وويل چې د پاتې ٤٠٠ بنديانو د خوشې کېدو په موخه لويه مشورتي جرګه راغواړي.

 د ولسمشر وياند صدیق صدیقي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د لويې جرګې کمېټه جوړه شوې او ټاکل شوې چې سبا له ملت سره په دې اړه نور جزييات شريک شي.

هغه وويل چې د سولې برخه کې د دولت وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې برخه کې په شدت سره کار پيل کړى او جرګه به په ټاکل شوې نېټه (د زمري په ١٧مه )پيل کړي.  

د صديقي په خبره چې ولسمشر لارښوونه کړې چې په دې جرګه لږ مصرف شي او ټول روغتيايي تدابير دې ونيول شي.

هغه زياته کړه، د اساسي قانون له مخې ولسمشر د يادو ٤٠٠بنديانو د خوشې کولو واک نه لري، ځينې له ٢تر ٤٠ تنو په قتل،ځينې يې د نشه يي توکو په قاچاق او انسان تښتونو متهم دي او يوشمېر يې په اعدام محکوم دي.

صديقي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ((دا بنديان يواځې د افغانستان دولت په تور لېست کې نه ، بلکې د ځينو هېوادونو په تور لېست کې هم شامل دي، چې په اړه يې بايد مشورې وشي، حکومت تل هڅه کړې چې د ملي مسايلو په اړه د خلکو مشوره واخلي او د لويې جرګې جوړېدل ددغسې ملي مسايلو په اړه جوړيږي.))

ده زياته کړه :((حکومت غواړي چې په لويه مشورتي جرګه کې د سولې اړوند ټول جزييات او خطرونه يې له خلکو سره شريک کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.