ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موندنه: پر مچلغو بند تر ۱،۱ ميليارد ډېرې افغانۍ لګېدلې، خو چارې یې يوازې ۷ سلنه تر سره شوې دي

موندنه: پر مچلغو بند تر ۱،۱ ميليارد ډېرې افغانۍ لګېدلې، خو چارې یې يوازې ۷ سلنه تر سره شوې دي

author avatar
3 Aug 2020 - 13:34
موندنه: پر مچلغو بند تر ۱،۱ ميليارد ډېرې افغانۍ لګېدلې، خو چارې یې يوازې ۷ سلنه تر سره شوې دي
author avatar
3 Aug 2020 - 13:34

ګردېز (پژواک،۱۳ زمری ٩٩): د پژواک موندنې ښيي چې د پکتيا په احمدابا ولسوالي کې د مچلغو پر بند په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې تر څه باندې يو اعشاريه يو ميليارد ډېرې افغانۍ لګول شوي خو چارې یې يوازې شاوخوا اووه سلنه ترسره شوې دي.

دغه راز د یاد بند د جوړېدو لپاره د ګلف په نوم افغان ــ روسي شرکت څلورنیم ملیونه ډالر، د پروجېکټ ډيزاين کمپنۍ ایجنسي د (۲.۲۹)  ملیونه ډالرو دعوه لري او د ملي پراختيا د ملاتړ عملياتي ادارې تراوسه له یو ميليون ډالرو ډېرې پیسې لګولي دي.

د بند له اوسنيو اووه سلنه تر سره شويو چارو شاوخوا شپږ سلنه يې عملياتي ادارې په تېرو څو مياشتو کې د نږدې ۸۱ ميليونه افغانيو په لګولو تر سره کړي دي او له يو ميليارد د زياتو افغانيو په لګولو سره د اوبو او برېښنا وزارت او لومړنيو شرکتونو د بند يواځې يو فيصد کار په لسو کلونو کې ترسره کړى دى.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه بند د امنيت د ټينګښت په برخه کې د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو له امله تر اوسه ٧٧ سرتېري وژل شوي او ٩٢ نور ټپيان شوي دي.

په دغه څېړنيز راپور کې د بند د بېلابېلو برخو د لګښتونو د سرتېرو د معاش، اعاشې، البسې، د نانوايي او بخاریو لپاره د سون توکو، د وسايطو او جنراتور د تېلو، د موټرو د تخريب، د وسلو او مهماتو د ضايع کېدو او مرميو د مصرف او نور لګښتونه په اړه بحث شوى او ترڅنګ يې په بېلابېلو وختونو کې له اړوندو چارواکو سره مرکې هم شوې دي.

د ياد کرنيز بند د جوړېدو چارې د ۱۳۹۰ کال د غبرګولي مياشتې په ۲۹مه نېټه د اوبو او برېښنا د پخواني وزير اسماعيل خان له خوا پيل شوې او هغه مهال يې ويلي وو چې چارې به يې په درېیو کلونو کې بشپړې شي. د دغه بند د ډېزان او ساختمان تړون په ۳۵ ميليونه ډالر په ١٣٨٩ کال کې د ګلف په نوم له يوې کورنۍ او د “انرګومونولتستري” روسي کمپنۍ سره لاسليک شوی و، خو هغه مهال په دې پروژه کې د فساد او د شرکت د ناغېړۍ له امله يې چارې کلونه په ټپه ولاړې وي او په ۱۳۹۴ کال کې تړون لغوه شو.

د مچلغو بند د جوړېدو چارې بيا د دويم ځل لپاره د ١٣٩٦ کال د مرغومي مياشتې په درېيمه د وخت د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پر وړاندې د اوبو او برېښنا پخواني وزير علي احمد عثماني لخوا د يوې بلې روسۍ کمپنۍ پروجېکټ ډيزاين ايجنسي (Project Design Agency) سره لاسليک شو چې له مخې باید دغه کمپنۍ ياده پروژه د نږدې ٢٣ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په درېيو کلونو کې بشپړه کړې وای.

د جمهوري رياست عملياتي ادارې ته د مچغلو بند جوړولو قرارداد د ۱۳۹۸ کال د سلواغې مياشت کې په ۴۳ ميليونه ډالر ورکړل شوی او عملي چارې يې د ۱۳۹۹ کال د وري په لومړۍ نېټه پيل کړې دي.

يادې اداره ته د بند قرارداد د څلور کلونو لپاره ورکړل شوی، خو دوی وايي که ستونزه ورته جوړه نشي په ۱۶ مياشتو کې به يې چارې تر سره کړي.

د يادې ادارې له خوا د مچلغو بند جوړولو ولايتي مسول انجينير جاوېد هجرت ادعا کوي چې د بند جوړولو پخوانيو شرکتونو په ډېرو زياتو لګښتونو يوازې شاوخوا يو سلنه کار کړی او نورې تر سره شوې شاوخوا شپږ سلنه چارې د دوی له خوا په کابو ۸۱ ميليونه افغانۍ تر سره شوي دي.

د امنيت د ټينګښت چارې:

د ياد بند د چارو له پيل سره سم د بند د ساحې د امنيت ټينګښت لپاره د عامه ساتنې رياست په چوکاټ کې د ۲۰۰ سرتېرو او ۳۲ صاحب منصبانو او افسرانو تشکيل منظور شو او پر دنده يې پيل وکړ.

له پنځو کلونو وروسته ياد تشکيل د دېرشو نورو امنيتي ساتونکو په زياتېدو ۲۶۲کسانو لوړ شو چې ۲۰۰ سرتېري، ۲۷ افسران او ۳۵ ساتنمان په کې شامل وو.

په وروستي يو کال کې په سيمه کې د ملي اردو د قرارګاه او پوستوله ځای پر ځای کېدو سره د يادې قطعې د سرتېرو شمېر هم کم او ۱۱۱کسان و او اوسمهال له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې يې ياد شمېر۳۶ کسانو ته راټيټ شوی دی.

د دې ترڅنګ په وروستيو کلونو کې د بند ګڼ سرتېري خيالي وو او په سيمه کې يې فزيکي شتون نه درلود.

د مچلغو بند ساتنې په جريان کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې تر دې دمه د ګډو امنيتي ځواکونو ۷۷ سرتېري وژل شوي او ۹۲ نور ټپيان شوي دي.

پر دغه بند تر اوسه شوي لګښتونه:

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د بند امنيتي تشکيل ته ۳۴۵۶۱۸۰۰۰ (درې سوه پنځه څلوېښت ميليونه، شپږ سوه او اتلس زره) افغانۍ معاش ورکړل شوی، ۱۰۰۰۳۰۱۴۰ (سل ميليونه، دېرش زره او يو سل او څلوېښت) افغانۍ د اعاشې او ۲۸۵۷۶۰۰۰ (اته ويشت ميليونه، پنځه سوه شپږ اويا زره) افغانۍ د سرتېرو د البسې لګښت شوی دی.

همدارنګه ۱۹۳۸۶۰۰۰ (نولس ميليونه، درې سوه او شپږ اتيا زره) افغانۍ د وسايطو او جنراتورونو د تېلو، ٢٢ ميليونه د ژمي او نانوايي د لرګيو، شاوخوا ۱۵۰۰۰۰۰ (يو ميليون او پنځه سوه زره) افغانۍ د قرارګاه او د ۱۵ پوستوجوړولو، شاوخوا ۴۴۰۰۰۰۰۰ (څلور څلوېښت ميليونه) افغانۍ د کلاشينکوف، پيکا، دهشکې، راکټ او هاوان مرميو او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰۰ (درې ميليونه) افغانۍ د وسله والو طالبانو له خوا د وړل شوې شاوخوا ۵۰ ميله وسلې لګښت دی.

پر مچلغو بند د کار په جريان کې تر دې دمه د ۴۳۰۰۰۰۰۰۰ (څلور سوه او دېرش ميليونه) افغانيو په ارزښت ۱۱ رینجر او دوه هاموېټانګونه په بشپړ ډول او ګڼ نور په نسبي ډول تخريب شوي دي.

همدارنګه د وسله والو طالبانو له خوا د بند چارو ته د اجازې ورکولو په شرطونو کې د بند د بودجې د لس سلنې ورکول هم شامل دي چې تر دې دمه شاوخوا ۳۳۵۴۰۰ (درې سوه او ۳۵ زره او ۴۰۰) امريکايي ډالر ورکړل شوي دي.

د دې سربېره د ګلف په نوم لومړي افغان ــ روسي قراردادي شرکت ته اته سوه زره ډالر لومړی انوايس ورکړل شوی چې شاوخوا ۳۸ ميليونه افغانۍ کېږي او ياد شرکت د شاوخوا پنځه سوه زره ډالرو دويم انوايس له اخيستو ځکه ډډه کړې چې هغه مهال ډالر د افغانۍ په مقابل کې له ۴۷.۶ څخه ۵۶ افغانيو ته پورته شوی و او شرکت د مناسب قيمت غوښتنه کوي.

که ياد شرکت ته همدا پنځه سوه زر ډالر هم ورکړل شي، نو ۲۳ ميليونه او اته سوه زره افغانۍ کېږي.

دا ټول ارقام چې سره جمع شي، نو ۱۱۶۰۲۵۸۹۴۰ افغانۍ کېږي چې د دغه بند پر بېلابېلو چارو مصرف شوې دي.

د وخت د چارواکو څرګندونې:

سمونوال ځاځی کامران چې پنځه کاله د مچلغو بند ساتنې قطعې قوماندان و، وايي چې لومړی شاوخوا څلور کلونه د مچلغو بند ساحې امنيتي حالت ډېر ښه او د ډاډ وړ و، خو په دې موده کې د بند هېڅ عملي کار ترسره نه شو.

کامران د مچلغو بند قراردادونه او چارې له فساده ډکې بولي او وايي چې د نوموړي له دندې وروسته سيمه ناامنه شوه او وسله والو طالبانو د بند پر پوستو بريدونه پيل کړل.

نوموړي پژواک ته وويل چې د دندې په موده کې يې سرتېرو ته ټول توکي او لګښتونه پوره رسېدل او په دې برخه کې يې هېڅ ستونزه نه درلوده.

کامران زياته کړه:”پر بند د دولت ډېر لوی مصارف وشول، خو چا کار ونه کړ، کله چې د اوبو او برېښنا پخوانى وزير اسمعيل خان راغلی و، شرکت د دوو ورځو لپاره کرايه موټر راوستل او ګرځول، راګرځول يې، کله چې وزير ګردېز ته راغی، يو ساعت وروسته هغه موټر هم بېرته ولاړ.”

د مچلغو بند يو بل قوماندان څارمن قدرت الله حيران پر دې باور دی چې د مچلغو بند جوړولو لپاره اصلآ اراده نه وه او ترسره کېدونکي کارونه نمايشي او د فساد لپاره لار هوارول و.

حيران پژواک ته وويل: “زه فکر نه کوم چې اوس دې هم د بند کارونه وشي، دغه بند ته بايد قوي پلان جوړ او پرسونل ورته زيات شي، همدارنګه د سيمې د خلکو پيسې بايد ورکړل شي.”

حیران وايي په بېلابېلو وختونو کې د جګړو پر مهال د وسله والو مخالفینو لاس ته د زیاتې وسلې ورتلو سربېره په بمي چاودنو کې ١١ رنجر او دوه هاموي موټر هم په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

د مچلغو بند يوه ساتونکی ميرويس احمدزی چې شاوخوا شپږ کاله يې د بند ساتنې په قطعه کې دنده ترسره کړې، وايي چې په لومړيو کلونو کې د بند په ساحه او شاوخوا سيمه کې خورا ډاډمن امنيت و.

خو په خبره يې، وروسته د وسله والو طالبانو له خوا په بريدونو کې د دوی لسګونه ملګري ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

احمدزی وايي:”په مچلغو بند کې اولين عسکر زه ثبت شوی وم، ډېر زيات مصارف کېدل، د دنيا پيسې مصرفېدې، پر هغو پيسو دا بند درې ځله جوړېده؛ مطلب بېځايه مصارف وشول او بېځايه خلک قرباني شول، خو بند لا هم په زاړه حالت پروت دی.”

د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د مچلغو بند مسوول انجنير دلاور توتاخېل وايي، د ياد بند لومړی قرارداد د ګلف په نوم يو افغان ــ روسي شرکت ته او د هغوی له خوا بيا په دويم لاس ګرين سيټي شرکت ته ورکړل شوی دی.

توتاخېل پژواک ته وويل، د لومړي شرکت دا چاره ځکه غير قانوني ده چې په خبره يې يو شرکت کولای شي يوازې شل سلنه کار دويم شرکت ته ورکړي، په داسې حال کې چې په خبره يې ګلف د بند ۱۰۰٪ چارې ګرين سيټي ته ورکړې وې.

نوموړی د ګلف شرکت له خوا له يو بل لوی بانکي فساد هم پرده پورته کوي او وايي چې د چارو د پيل پر مهال ياد شرکت ۳.۱ ميليون ډالر په ميوند بانک کې د بانکي تضمين په توګه ايښي او له هغه وروسته ورته د اوبو او برېښنا وزارت ۳ ميليونه ډالر د چارو د پيل لپاره ورکړي و، خو ياد شرکت له ميوند بانک سره د لسګونه زره ډالرو په جوړجاړي په ياد بانک کې د تضميني پيسو جعلي سند جوړ او په بانک کې اصلآ دا پيسې نشته دي.

توتاخېل زياته کړه چې له لنډې مودې کار وروسته د وزارت له خوا شرکت ته د کابو اته لکه ډالرو لومړی انوايس ورکړل شوی دی.

ده وويل چې د بند د قرارداد پر مهال د يو امريکايي ډالر بيه ۴۷.۶ افغانۍ وه او د دويم قسط پيسو اخيستو پر مهال ياده بيه ۵۶ افغانيو ته پورته شوې وه چې په خبره يې د قراردادي شرکت مسوول يې له دې امله د ور اوښتونکي زيان د مخنيوي لپاره له اخيستو ډډه کړې ده.

 په داسې حال کې چې په بند کې د بېلابېلو برخو کارګرو د پيسې نه دي ورکړل شوې.

نوموړي وويل:”ما عملياتي ادارې او کمپنۍ ته د بند د چارو د اوسنيو مشکلاتو په اړه ايميل لېږلی دی؛ يوه ستونزه په کانالونو کې ده، اوسني کانالونه هېڅ ګټه نه کوي؛ ځکه د خلکو ځمکې په نظر کې نه دي نيول شوې، مسير يې سم دی، خو سېکشن يې بايد تغيیر وکړي، بله ستونزه د هايدرو پاور ده، همداسې ځينې نور تخنيکي مشکلات لري.”

انجنير دلاور توتاخېل وايي چې يادو شرکتونو د بند ډیزاین پر يوې پاکستاني کمپنۍ جوړ کړی چې په خبره يې نيمګړتياوې لري او بايد بيا کتنه پرې وشي.

د ياد بند جوړېدو ته لومړی ځل شاوخوا ۳۳ ميليونه ډالر او د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال ۲۲ ميليونه ډالر منظور شوي و، خو د سيمې د ناامنۍ له امله يې چارې په ټپه ولاړې دي.

توتاخېل وايي چې وسله والو طالبانو له دوی سره د يوې هوکړې له مخې د بند د بودجې د ۱۰ سلنه ورکولو او له ځينو نورو شرطونو وروسته د بند د چارو ترسره کېدو اجازه ورکړې ده.

نوموړی اوسمهال د عملياتي ادارې له خوا هم د بند پر ترسره کېدونکو چارو نيوکه کوي او وايي چې د بند له درېیو برخو دوه برخې چارې عملياتي اداره او يوه هغه ګرين سيټي شرکت کوي چې په خبره يې ياد شرکت يو ځل بيا، د پيسو نه رسېدو له امله مشينري له سيمې ايستلې او ځيني ماشينونه خلکو ور څخه د خپلو پيسو په بدل کې درولي دي.

د توتاخېل د معلوماتو له مخې، د شاوخوا لسو کلونو په تېرېدو د ميليونونو افغانيو په لګښتونو تر اوسه د دغه بند شاوخوا اووه سلنه چارې ترسره شوې دي.

د مچلغو بند تخنيکي مسول انجينير عبدالحکيم غلجی چې شاوخوا دوه کاله د مچغلو بند د پروژې منېجر هم و، وايي چې د ياد بند د جوړېدو په چارو کې خورا ناغېړي او د وزارت او شرکتونو له خوا فساد شوی دی.

غلجي وويل چې د پي ای اېس(PES) په نوم د بند ډيزاين کوونکې پاکستاني کمپنۍ چې په ۲۰۱۰ کال کې يې په شپږ سوه زره ډالر د بند ډيزاين کړی، د اړتيا پر مهال د ډيزاين په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب وايي.

د بند قرارداديان:

په مچلغو بند کې د مشينرۍ لرونکی یو قراردادي عزت خان وايي چې پر لومړنيو شرکتونو د نانوايي، مشينري او ګڼو نورو کارګرو لکونه ډالر پاتې دي او تر څو چې هغه ورنه کړل شي، خلک به نه يوازې په کارونو کې همکاري و نه کړي، بلکې ښايي د ياد شرکت د چارو مخه هم ډپ کړي.

عزت خان وايي: “په دغه شرکت کې ټول غله وو؛ ځکه له پنچري والا، نانوايي والا، ډاکترانو او داسې خلکو يې پيسې وړې چې د ګهيځ او بېګا يې نه لرله او دلته يې مزدوري کوله، زموږ د ماشینري ۳۵زره ډالر ورسره پاتې دي، اوس په خپلو پيسو راسره زور هم کوي، وايي لاس مو خلاص.”

مدني فعالان دغه بند د حکومت شرموونکي پروژه بولي:

مدني فعال عيسی محمد صادق د مچلغو بند د دولت لپاره شرموونکې پروژه بولي چې په خبره يې، د پراخ فساد او ناغېړي له امله د لسګونه کسانو له مرګ ژوبلې او سلګونه ميليونه افغانيو له لګښت وروسته يې لا هم د لومړنيو چارو څرک هم نه ليدل کېږي.

صادق وايي: “د مچلغو د بند لا تهداب هم نشته، نو دا دومره ډېرې پيسې په څه مصرف شوې؟ موږ له رياست جمهوري غواړو هغه کسان چې په دغه فساد کې ښکېل دي، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او خپله سزا وويني.”

اجمل مسعودزی د اوبو او برېښنا پر وزارت د توپيري چلند تور لګوي او وايي چې ياد وزارت د څو محدودو ولايتونو د اوسېدونکو له خوا انحصار او ټوله پاملرنه يې مشخصو سيمو ته ده.

مسعودزي زياته کړه:” دغه وزارت د هرات، فراه، هلمند او کمو نورو ولايتونو لپاره دی، د همدغو ولايتونو کسان يې د وزيرانو په توګه په کې ښکته پورته کېږي، که نه وګورئ د اوبو د مهار، بندونو او انرژۍ په برخه کې ټول کار همدې سيمو ته شوی، غوڅ اکثريت بندونه هلته جوړ شوي دي. دا واقعاً د ژورې اندېښنې او خواشينۍ خبره ده.”

د پکتيا ولايتي شورا هم په دغه بند کې فساد مني:

د ولايتي شورا غړی سخي جان وفايار هم د مچلغو بند چارې له پراخ فساد ډکې بولي او نيوکه کوي چې له ډېرو کلونو راهيسې د پکتيا اوسېدونکو ته يوازې د دغه بند جوړېدو ژمنه ورکړل شوې او د بند د هوايي چارو په عوض کې له نورو ډېرو امتيازاتو بې برخې شوي دي.

وفايار د بند د چارو په فساد کې د اوبو او برېښنا وزارت او د عامه نظم ساتنې رياست ښکېل بولي او وايي چې د ياد بند په اړه د خلکو باور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

نوموړي زياته کړه: “د مچلغو په بند کې زيات فساد شوی او تر اوسه نيمګړې پاتې دی. په ۱۳۹۸ کال کې د رياست جمهوري عملياتي ادارې کار شروع کړی، له خلکو سره بيا يو څه اميدونه پيدا شول، خو په دې شپو ورځو کې ګورو چې له بند څخه يو څه ماشينري راو ایستل شوه او د مچلغو هر اوسېدونکی بيا اندېښمن شوی چې د تېر په شان به د بند په کارونو او پيسو کې بيا فساد وشي.”

د پکتيا د اوبو رسولو اداره: څو ځلې د دغه بند چارې پرانیستل شوې خو ترسره نه شوې

د ياد رياست مشر طاهر شفق پژواک ته وويل: “د مچلغو بند کارونه افتتاح کېږي، خو ترسره کېږي نه، متاسفانه درې ځلې د دغه بند د چارو افتتاح شوې، خو کارونه يې ډېر لږ ترسره شوي دي.”

شفق هم د ياد بند په چارو کې د فساد مسئله تاييدوي او وايي: “د بند پیسې ځينو کسانو دوبۍ ته وړې او هلته يې پرې پانګونه کړې ده.”

هغه په دې برخه کې نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته یې کړه چې د بند د چارو په اړه د وزارت ترڅنګ له نورو اړوندو ارګانونو سره په اړيکه کې دى، څو د بند چارې په سمه توګه ترسره شي.

حکومتي چارواکي: د مچلغو بند په چارو کې پوره فساد شوى:

د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي هم په تېر کې د ياد بند له چارو ناخوښ دی او وايي چې ياد بند د دوی لپاره پر يو ناسور اوښتی دی.

سهي پژواک ته وويل چې د ياد بند ترسره شوي کارونه له زیات فساد ډک دي او هېڅکله د دومره زیات شمېر کسانو پر مرګ ژوبله او شوي لګښت نه ارزي.

نوموړی له مرکزي دولته په دې برخه کې د رښتينې ارادې او قوي کار غوښتنه کوي او وايي چې په ياده موده کې تر دې د ځينو لويو پروژو او بندونو چارې پيل او بشپړ شوې، خو ياد بند لا هم تقريباً پر خپل لومړني حالت پاتې دی.

عبدالولي سهي پژواک ته وويل: “د مچلغو بند قرارداد هم د سياست ښکار شوی او هم د استخباراتي تحرکاتو، دا هم نه شو ردولی چې په دې کې به ګډو مسوولينو فساد نه وي کړی او خپلې ګټې به يې نه وي په کې لټولې.”

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پروژې اخيستونکي شرکت د مسوولينو انور ولي يا نور ولي نظر هم ولرو، خو هغوی له هېواده بهر وو او شته شمېرې یې بندې دي، په واټسپ او فېسبوک کې هم ورسره اړيکه نه ټينګېږي.

طالبان د بند جوړولو له درکه د پیسو اخیستل مني:

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مني چې دوی د مچلغو بند چارو ترسره کېدو په مقابل کې یې پيسې اخيستې، خو په خبره يې ۱۰ سلنه نه دي.

مجاهد وايي، د مچلغو بند د چارو ترسره کېدو نور شرطونه دا دي چې سيمې ته به دولتي چارواکي او امنيتي ځواکونه نه ورځي او چارې به په سم کيفيت ترسره کېږي.

د خبریال د سترګو لیدلی حال:

د پژواک خبريال دوه ځله د بند سيمې ته ورغلى، د بند په ساحه کې څلور ځايه چارې روانې وې چې دواړه کانالونه، د بند کاسې ته له رسېدو وړاندې د کوچنيو کانکريټي بلولونو او بلکونو جوړېدل او د بند په بدنه کې و.

خو وروسته له هغه شرکت سره چې د بند کاسې ته څېرمه يې کار کاوه، د سيمې د خلکو او د ماشينيزي څښتنانو تر منځ د پيسو د ورکړې په اړه ستونزه رامنځته او ياده ماشينري له دې ځايه وړل شوې وه.

د دې ماشينرۍ له ډلې يې ځينې ماشينونه ګردېز ته لېږدول شوي و او د ځينو هغو د لېږد مخه خلکو نيولې او وايي تر هغه به له دوی سره ولاړ وي چې تر څو يې د کار پيسې نه ور ورکړل شوې.

خو د عملياتي ادارې مسولين وايي د هغې ماشينري پر ځای يې نوره ګومارلې او ژمنه کوي چې چارې به په سم معيار او ټاکل شوي وخت تر سره کړي.

 اوسمهال پر بند روانې چارې که څه هم له تېرو ټولو کلونو ښې دي، خو بيا هم د پرسونل او ماشينري له اړخه په هغه اندازه نه دي چې د بند جوړېدو لپاره اړينې دي.

پايله

د دغه څېړنيز راپور په پاى کې دا ثابتېږي چې د مچلغو بند جوړېدو چارې ډېر لږ ترسره شوې، خو لوړ مصارف پرې شوي او د امنيت ساتلو په برخه کې يې ١٦٩ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د يادونې ده، د مچلغو بند چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې نيمګړي پاتې شول.

له هغه وروسته يې په ۲۰۱۰ کال کې د جوړېدو قرارداد وشو او ټاکل شوې وه چې په درېیو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي خو لا هم پر خپل پخواني حالت دی.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.