ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم ډله ییز برید کړی

وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم ډله ییز برید کړی

author avatar
3 Aug 2020 - 22:08
وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم ډله ییز برید کړی
author avatar
3 Aug 2020 - 22:08

جلال اباد (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹) : وسله والو مخالفینو د ننګرهار پر محبس هممهاله په بهسودو   ولسوالۍ هم ډله ییز برید کړی او جګړه لا روانه ده.

یوه ډله وسله والو پرون ماښام د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر مرکزي محبس ډله ییز برید کړی چې تر ۲۰ ساعتونو جګړې وروسته د ۱۱ بریدګرو پر وژل کیدو دا جګړه پای ته ورسیده.

ځایي چارواکي وایي چې پر محبس برید کې د ۱۱ بریدګرو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپیان شوي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د زمري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې تیر ماښام پر محبس د برید سره سم څلورو وسله والو د بهسودو ولسوالۍ اړونده د لسمې ویالې په سیمه کې یوه کور ته ننوتلی او له هغه ځایه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه چې وسله وال په درنو وسلو سمبال دي، پر ښار او هوایي ډګر هم ډزې کوي چې تر اوسه یې دوه تنه د وسله والو ځواکونو لخواوژل شوي او دوه نور یې مقاومت کوي.

بلخوا د بهسودو ولسوال عالب مجاهد وایي چې  څو تنو بریدګرو د لسمې ویالې په سیمه کې په یوه کور کې سنګر نیولی. هغه زیاتوي چې بریدګر له ځان سره هوانونه، راکیټونه او نورې درنې وسلې او زیات مهمات لري.

د ولسوال په وینا، ځايي امنیتي سرتیرو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې دغه بریدګر محاصره کړي او د دوه غاړو ترمنځ وقفيي نښتې روانې دي.

 ولسوال عالب وايي، تراوسه د بریدګرو د لاسي بم غورځولو له امله درې پولیس او درې د ملي اردو سرتیري ټپیان شوي، خو په پایله کې درې هوانونه او سلګونه پیره مرمۍ له بریدګرو نیول شوي.

هغه وايي، بریدګر لا هم مقاومت کوي.

ده زیاته کړې،  دې بریدګرو غوښتل چې له دې ځای څخه پر هوايي ډګر، جلال اباد ښار، دولتي تاسیساتو او عامه ځایونه د هوانونو بریدونو وکړي خو سرتیرو یې مخه نیولې.

ددې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.