کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹): ولسمشر غني، یو ځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ او ويې ويل چې بریدګر د بریدونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د خلکو عزم او اراده نه شي کمزورې کولای.
پرون ماښام د داعش وسله والو د ننګرهار ولایت پر زندان برید وکړ چې له نږدې ٢٠ ساعتونو وروسته د ٨ بريدګرو په وژل کېدو سره جګړه پاى ته ورسېده.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه بريد کې د ملکي وګړو په ګډون ٢٩ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
دوى وايي چې د بريد له امله يو شمېر زندانيان له زندان څخه لادرکه شوي چې د پيدا کولو په موخه يې هلې ځلې روانې دي.
د اړوندې موضوع په اړه نن د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته يوه خبرپاڼه را استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې چې د مسلمانانو د خوښۍ او مهربانۍ ورځې دي، او په دغو ورځو کې د بریدونو ترسره کول، له دیني او انساني اصولو سره په ټکر کې دي.
د ياد بريد په غبرګون کې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړى او ويلي يې دي چې بریدګر د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د خلکو عزم او اراده نه شي کمزورې کولای.
د يادونې ده چې وسله والو طالبانو په ياد بريد کې د دوى لاس لرل رد کړي، خو داعش يې بيا مسووليت منلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن