Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د نېزه بازۍ لوبه يو ځل بيا د ودې په حال کې ده

پکتيکا کې د نېزه بازۍ لوبه يو ځل بيا د ودې په حال کې ده

author avatar
3 Aug 2020 - 11:10
پکتيکا کې د نېزه بازۍ لوبه يو ځل بيا د ودې په حال کې ده
author avatar
3 Aug 2020 - 11:10

ښرنه (پژواک،۱۳.زمرى ٩٩): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د نېزه بازۍ لوبه يو ځل بيا د پرمختګ په حال کې ده، خو زياتوي چې د لوبو لپاره ځانګړى ميدان نه لري.

د پکتيکا اوسېدونکي د آسونو پر سر د نيزه بازۍ لوبه د ښرنې ښار له دوړو او خاورو په يوه ډک ميدان کې ترسره کوي.

د دې لوبې يو تن لوبغاړي راز محمد پاچاخېل پژواک ته وويل چې د څانګې وهلو (نيزه بازۍ) لوبه يو ځل بيا د ودې په حال کې ده.

هغه وايي: ((له پېړو راهيسې دغه لوبه پکتيکا کې خلک د ودونو، کوژدې، اختر، نوي کال او په ځينو نورو ورځو کې ترسره کوي، خو د کورنيو جګړو له امله دغه لوبه يو څه کمه شوې وه، خو اوس بېرته ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.))

دغه راز يو بل لوبغاړي نياز محمد پژواک ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې دغه لوبه په ځانګړو ورځو کې ترسره کوي.

هغه زياتوي: ((دغه لوبه راته له پلرونو او نيکونو پاتې ده، ډېره ورسره مينه لرم، ما په څلورلکه کلدارې يواځې ورته اس اخيستى دى، زما اس د نېزه بازۍ لوبې لپاره تربيه شوى دى، د لوبې ترڅنګ په مېدان کې د ډانس کولو وړتيا هم لري.))

د همدې لوبې يو پخواني لوبغاړي شربت خان پژواک ته وويل چې دغه لوبه له پخوا نه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې دود ده او دغه فرهنګ بايد ژوندى وساتل شي.

ده وويل: ((زه هم ګورم چې دغه لوبه اوس د پرمختګ په حال کې ده، پخوا به يواځې خاصو ورځو کې کېده خو اوس هره جمعه ترسره کيږي چې دا يو ډېر ښه کار دى.))

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د يادې لوبې د ترسره کولو لپاره ځانګړى ميدان نه لري او حکومت بايد په دغه برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

بل لورته پکتيکا کې د المپيک آمريت په استازيتوب محمد امين پژواک ته وويل، رښتيا چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د څانګې وهلو لوبه په دغه ولايت کې د ودې په حال کې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د نيزه بازۍ او نورو لوبو اړوند ټول وړانديزونه مرکز کابل ته لېږلي دي، هر وخت چې منظور  شول ډېر ژر به ورته ميدان جوړ کړو.))

د يادنې ده چې پکتيکا کې د نېزه بازۍ ترڅنګ د کرکټ، واليبال او فوټبال لوبې هم ترسره کيږي چې ډېرى لوبغاړي د مناسبو ميدانونو د نشتون له امله شکايت کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more