ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې او ترافیکي پېښې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار کې چاودنې او ترافیکي پېښې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
3 Aug 2020 - 16:15
کندهار کې چاودنې او ترافیکي پېښې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
3 Aug 2020 - 16:15

کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه او په میوند ولسوالۍ کې ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ په کڅۍ سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان په خپل موټر کې د کور پر لور روان وو چې چاودنه پرې وشوه.

دی وايي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و خو هغوی په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر موسی جان سلطاني پژواک ته وویل، چې له دې پېښې میرویس روغتون ته ۳ جسدونه او ۳ ټپيان وروړل شوي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا نن سهار د کندهار- هرات پر لویه لاره د میوند او ژېړۍ ولسوالیو ترمنځ په ترافیکي پېښه کې ۲ ښځې مړې شوې او د ماشومانو په ګډون ۴ کسان نور ټپيان شوي دي.

ترافیکي پېښه د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر موسی جان سلطاني پژواک ته وویل، میرویس روغتون ته له دې پېښې دوه جسدونه او څلور ټپیان ور وړل شوي چې ټپونه یې ژور دي.

په کندهار کې ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خراب حالت له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.