ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کورنیو چارو وزارت: طالبانو له اوربنده ۳۸ مورده سرغړونې کړې دي

author avatar
3 Aug 2020 - 16:55
author avatar
3 Aug 2020 - 16:55

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د لوی اختر د درې ورځني اوربند په اوږدو کې د هغه څه خلاف عمل کړی چې ویلي یې وو او ۳۸ مورده سرغړونې یې کړې دي.

طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی و او حکومت یې هرکلی کړی و.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، دغې ډلې د اختر په درېیو ورځو کې په بریدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې له دې ډلې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: ((طالبان بار بار د محاربې او تاوترخوالي کمولو له اصولو سرغړونه کړې ده، د اورکم او د دواړو اخترونو درې ورځني اوربند کې د دوی له خوا د خلکو وژنه او بریدونه دا ښيي چې دا ډله پر خپل ژمنو او پر هغه څه چې وايي یې، نه دي ولاړ.))

سرچینې نه دي ویلي چې دغه سرغړونې په کومو سیمو کې شوې دي.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د اختر په ورځو کې د لوګر او ننګرهار بریدونو کې لاس لرل یې رد کړي دي. 

په وروستیو درېیو کلونو کې دغه درېیم ځل دی چې طالبان او حکومت د دواړو اخترونو په مناسبت اوربند کوي.

درې ورځې مخکې اوربند په داسې حال کې عملي کېږي چې د سولې بین الافغاني خبرو پیلېدو او جګړې درېدو ته هیلې ډېرې شوې دي.

طالبانو مخکې له اختره ویلي وو که د دوی د بندیانو ازادولو لړۍ مخکې له اختره پای ته ورسېږي، حاضر دي وروسته له اختره بین الافغاني خبرې پیل کړي خو د هېواد ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ په خپل پیغام کې وویل چې د طالبانو ۴۰۰ لانجمنو بندیان برخلیک معلومولو لپاره لویه جرګه جوړوي.

حکومت د یادو پنځو زرو بندیانو له ډلې ۴۶۰۰ کسان او همدارنګه ۳۱۷ نور خوشي کړي خو طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خلاص کړي او دا پروسه یې بشپړه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.