د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اڅکزى: که پاکستان ناقانونه کړنو ته ادامه ورکړي، پښتانه به بغاوت وکړي

اڅکزى: که پاکستان ناقانونه کړنو ته ادامه ورکړي، پښتانه به بغاوت وکړي

Aug 03, 2020 - 17:46

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٩) : پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزی وايي چې د هغه په نظر د پاکستان ستره مسله عمران خان نه دی، بلکې غټه مسله د جاسوسي (استخباراتي) ادارو په سیاست کې لاسوهنه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن د زمري په ١٣مه، په کويټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې او په چمن کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې غندنه يې وکړه.

پاکستانيو ځواکونو د اختر په شپه په سپين بولدک کې پر هغو مسافرو ډزې وکړې چې غوښتل يې افغانستان ته واوړي، دغه راز دوى د ډيورنډ فرضي کرښې دې خوا پر افغان ځواکونو او عامو هم ډزې کړې وې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

اڅکزي وويل،  چې د چمن د معترضينو ملاتړ کوي او بايد د چمن سپين -بولدک لاره د پخوا په څېر د هر ډول تګ راتګ او کاروبار لپاره هر وخت خلاصه وي.

هغه زیاته کړه چې پر ياده لار دې د خلکو تلاشي واخيستل شي، دوی کله هم نه وايي چې تلاشي دې نه اخيستل کیږي، خو خلک بايد ونه ځورل شي.

اڅکزى وايي چې د انګرېز په زمانه کې د چمن لارې ته څېرمه پرتو خلکو ته د کرښې دواړو غاړو ته په تګ راتګ هيڅ بندېز نه و، خو دا د تاريخ جبر دی چې يو قوم (پښتون) يې په دوه ځايه کې ووېشل شو.

نوموړي وويل ، د پاکستان حکومت په ډيورنډ کرښه د نړيوال معیار د تجارت لپاره د زمینې برابرولو پر ځای له خلکو څخه د ماښام ډوډۍ اخلي.

هغه تور پورې کړ چې هلته د تګ راتګ لپاره له يوه تن نه لس زره روپۍ اخيستل کيږي.

اڅکزي وويل، که پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي، پښتانه به بغاوت ته مجبور شي.

نوموړى وايي چې پاکستان د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، یوه مړۍ ډوډۍ یې لا نه ده ورباندې پېرزو.

اڅکزي افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي چې که پاکستان ایمانداري وکړي افغانستان سولې ته رسېدای شي.

هغه وويل، د چمن پر لاره د تګ راتګ پر مهال د خلکو ځورول او روان حالات د انصاف د نړیوال عدالت سرغړونه ده او که دا حالات روان پاتې شو، نو خلک به بغاوت کولو ته مجبوره شي.

ده زیاته کړه، له هند سره د واګه په پوله يوه پوسته هم نشته، خو چمن په کې هر ځای کې پوځي پوستې جوړې شوې دي.

محمود خان اڅکزي وويل، څوک هم ترهګر نه دي، د چمن د خلکو د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي.

هغه يوځل بيا وويل چې د پاکستان ماتول نه غواړي، خو د درېيمې درجې اوسېدونکي په توګه پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan