ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزير: د بلخ په حوزوي روغتون کې د شفافيت په نوم څه نشته

د عامې روغتيا وزير: د بلخ په حوزوي روغتون کې د شفافيت په نوم څه نشته

author avatar
3 Aug 2020 - 17:12
د عامې روغتيا وزير: د بلخ په حوزوي روغتون کې د شفافيت په نوم څه نشته
author avatar
3 Aug 2020 - 17:12

مزارشريف (پژواک، ١٣ زمری ٩٩): د افغانستان د عامې روغتيا وزير وايي چې د بلخ په حوزوي روغتون کې د شفافيت په نوم څه نشته.

د عامې روغتيا سرپرست وزير احمد جواد عثماني د زمري په ۱۳مه مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې له فساد سره مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده.

هغه زياته کړه چې په يو شمېر ولايتونو کې روغتيايي خدمات له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

عثماني د بلخ حوزوي روغتون ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغه روغتون کې د شفافيت په نوم څه نشته.

نوموړي زياته کړه: ((ما د مزارشريف حوزوي روغتون له بېلابېلو څانګو ليدنه وکړه، ګودام ته ورغلم، جالبه وه، ګودام دار راته وويل چې صادره او وارده کتاب نشته؛ يعني هېڅوک نه پوهېږي چې دغه روغتون ته ځه راوړل کېږي او څه ترې وړل کېږي، دا حالت خواشينوونکی دی.))

د عامې روغتيا وزير همدا راز وويل چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کېدو پر ځای د حوزوي روغتون مسوولينو ځانونو ته مجلل قصرونه جوړ کړي دي.

له دې سره ډاکټر خليل حکمتي يو ځل بيا د بلخ عامې روغتيا رييس په توګه معرفي شو.

نوموړی نږدې درې مياشتې وړاندې له پخواني رييس ميرويس ربېع سره د اختلافونو له امله تبديل شوی و.

د عامې روغتيا وزير د حکمتي د معرفي کېدو مراسمو ته وويل چې نوموړی د ولسمشر غني په حکم او د عطامحمد نور په مشوره د بلخ عامې روغتيا رياست لپاره بيا غوره شو.

سرپرست وزير وويل: ((نن د بلخيانو يوه غوښتنه پوره کېږي، حکمتي د ولسمشر په حکم او د عطامحمد نور په مشوره يو ځل بيا د بلخ عامې روغتيا رييس په توګه معرفي شو او تاسې ته يې رسما در پېژنم.))

هغه وويل چې هېڅوک حق نه لري؛ څو د بلخ عامې روغتيا په چوکاټ کې ډلې ټپلې جوړې کړي.

د عامې روغتيا وزير همدا راز وويل چې په ټول هېواد کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کښته روانې دي خو له خلکو يې غوښتنه  وکړه چې لا هم روغتيايي لارښوونې مراعات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.