د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې د اختر په ورځو کې ۲۵۰ ترافیکي او جنايي پېښې ثبت شوې دي

هرات کې د اختر په ورځو کې ۲۵۰ ترافیکي او جنايي پېښې ثبت شوې دي

Aug 03, 2020 - 16:35

هرات ښار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹): د هرات روغتیايي مسوولین وايي چې د لوی اختر په څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې دوه کسان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي او ۱۷۰ تنه نور ټپیان شوي او لسګونه جنايي پېښې ثبت شوې دي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې ترافیکي پېښو کې وژل شوي او ټپیان ټول ځوانان، ماشومان او ځینې ښځې دي.

هغه د دغو ترافیکي پېښو لامل د موټرو ګړندی تګ او د قوانینو او مقرراتو نه مراعاتول یاد کړل او وايي چې په دغو پېښو کې مړه شوي او ټپیان له ښار او ولسوالیو د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د ترافیکي پېښو پر ثبت سربېره د اختر په څلورو ورځو کې اتیا د چاقو خوړلو پېښې، د ښاریانو د وهلو ټکولو ۹۵ پېښې او اته نورې د مرمۍ خوړلو پېښې هم د هرات حوزوي روغتون کې ثبت شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب وايي چې د لوی اختر په څلورو ورځو کې اوو ماشومانو د سرګو په برخه کې په پلاستیکي تومانچو سره د لوبو په نتیجه کې سخت زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د جنايي پېښو د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی او د دغه روغتو په بېلابېلو څانګو کې بستري دي.

په همدې حال کې د ترافیکي پېښو ځيني ټپیان چې د هرات حوزوي روغتون کې بستري دي، وايي یادې ترافیکي پېښې په هرات ښار کې د موټرو د ډېرې ګڼې ګوڼې او سړکونو د کوچنیوالي له امله دي.

د ترافیکي پېښو یو ټپي عبدالاحمد پژواک ته وویل: ((له بده مرغه ښار کې تر دې بریده ګڼه ګوڼه ده چې په ډېره ستونزه کولای شو د موټر یا موټرسایکل په واسطه لس کیلومتره لار ولاړ شو، که خپله احتیاط وکړو چې حادثه ونه کړو، یو بل کس د دې باعث ګرځي چې حادثه رامنځته شي، له بده مرغه حکومت هم په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نه کوي.

د هرات ځیني ښاریان هم د ترافیکي پېښو لامل په ښار کې ګڼه ګوڼه بولي او له حکومته غواړي چې د بې اسنادو او ویشي موټرو لپاره یوه پروګرام جوړ کړي.

پژواک هڅه وکړه چې د هرات د ترافیکو مدیریت د مسوولینو نظر هم واخلي خو له بیا بیا اړیکو نیولو وروسته هم ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

خو د هرات پولیسو پژواک ته وویل چې د ډېری جنايي پېښو مرتکبین د پولیسو له خوا نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات ښار په تېرو څلورو ورځو کې د دوو خونړیو پېښو او یوه برید شاهد و.

د هرات د سیمه ییزو مسوولینو د خبرو له مخې، د یادو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي او څلورو نظامي کسان ووژل شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan