ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: د ننګرهار پر محبس د بريد مخنيوي برخه کې امنيتي مسولينو ناغيړي کړې

ولايتي شورا: د ننګرهار پر محبس د بريد مخنيوي برخه کې امنيتي مسولينو ناغيړي کړې

author avatar
3 Aug 2020 - 20:11
ولايتي شورا: د ننګرهار پر محبس د بريد مخنيوي برخه کې امنيتي مسولينو ناغيړي کړې
author avatar
3 Aug 2020 - 20:11

جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۹):  د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د دغه ولايت په مرکزي محبس باندې د وسله والو د ډله ييز بريد مخنيوي کې امنيتي مسولينو ناغېړي کړېده.

دوی وايي، ولايتي امنیتي مسولين باندې په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي چې وسله وال څنګه توانيدلي د ښار دغې مهمې برخې ته په دومره لوی شمېر او له درنو وسلو سره ورسېږي او بيا يې څنګه د محبس داخل ته ځان رسولی دی.

د وسله والو په دغه ډله ييز بريد کې چې جګړې له شلو ساعتونو زيات دوام درلود د ۲۱ امنيتي سرتېرو په ګډون په کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ملکي وګړي او بنديان هم په کې شامل دي.

ځينو سرچينو د يو شمېر زندانيانو د تېښتې راپورونه هم ورکړي خو چاراکي وايي ډير زندانيان بېرته نيول شويدي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېرغړو د شورا په انګړ کې د زمري په ۱۳مه يو رسنيز کنفرانس کې وويل چې د دغه بريد په مخنيوي کې امنيتي ادارې پاتې راغلې دي.

د شورا غړي ناصر کاموال وويل، ننګرهار محبس کې ۲۲سوه بنديان موجود و چې يو شمېر يې د کرونا په خاطر د ولسمشر د فرمان او ځينې يې د طالب بنديانو سره په تبادله کې ازاد شوي و چې اوسمهال نږدې ۱۸۰۰بنديان په کې ساتل کېدل.

دی وايي، معلومات يې تر لاسه کړي چې د بنديانو له ډلې شاوخوا ۶سوه کسان چې سياسي بنديان وو تښتېدل يدي.

د شورا رييس احمد علي حضرت وويل، امنيتي مسولین د دغه بريد په مخنيوي کې پاتې راغلي او دا چې وسله وال څنګه دغې سيمې ته رسېدلي او څنګه محبس ته ننوتي بايد ولس ته ځواب ورکړي.

نوموړی وايي، دا بريد د پاکستان استخباراتي شبکې ISI . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.