ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
3 Aug 2020 - 16:18
کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
3 Aug 2020 - 16:18

کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹): په کندهار کې د اختر په ورځو کې لسګونه ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۳۱ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه پېښې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د عرفات له ورځې بیا د اختر تر څلورمې پورې د موټرو او موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر موسی جان سلطان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د اختر ورځو په لسګونو ترافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسان مړه او ۱۳۱ نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل: ((له اختره یوه ورځ مخکې د عرفات په ورځ میرویس حوزوي روغتون ته له ترافیکي پېښو ۲۷ ټپیان، د اختر په لومړۍ ورځ ۳۳ ټپیان او ۲ مړي، په دویمه ورځ ۳۴ ټپیان او ۲ مړي، په درېیمه ورځ ۳۴ ټپيان او نن په څلورمه ورځ دوه مړي او ۴ ټپیان راوړل شوي دي.))

دی وايي، په دې ډله کې یو شمېر سخت ټپیان دي چې ښايي له دایمي معلولیت سره مخ شي.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه کسان د موټرسایکلونو، بایسکلونو، زرنج او موټرو د ټکر له امله ټپيان شوي چې لامل یې تېز تګ، بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول دي.

نوموړی په دې اړه اندېښنه ښيي او وايي، د جګړې او ماین چاودنو ترڅنګ ترافیکي پېښې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

سلطاني پر خلکو غږ کوي چې ټول په ګډه د ترافیکي پېښو کمېدو او مخنیوي لپاره لاس په کار شي، په دې برخه کې مهمه دا ده چې والدین باید خپلو هغو اولادونو ته چې قانوني سن یې نه وي پوره کړی، موټر، موټرسایکل او نور وسایط ور نه کړي.

د کندهار اوسېدونکي هم د ترافيکي پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي، دا د ترافیک پولیسو دنده ده چې د دغو پېښو کمولو لپاره کار وکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي محمد یوسف چې په ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېری چلوونکي بې احتیاطي کوي، ترافیکي اصول نه مراعاتوي او په دې توګه د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ده زیاته کړه، په کندهار کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه ده خو د جمعې په ورځو او اخترونو کې يې کچه نوره هم لوړېږي.

دى وايي، تر هغه چې اړوندې ادارې پر سرغړوونکو قانون پلى نه کړي، ترافیکي پېښې نه کمېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.