ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي پلاوي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پېښه وڅېړله

حکومتي پلاوي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پېښه وڅېړله

author avatar
4 Aug 2020 - 14:44
حکومتي پلاوي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پېښه وڅېړله
author avatar
4 Aug 2020 - 14:44

کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د ملي امنیت شورا د مرستیال صدیق الله فهیم په مشرۍ لوړپوړي حکومتي پلاوي چې د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه یې کندهار ته سفر کړی، د سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره تر لیدنې وروسته سپین بولدک ولسوالۍ ته لاړ.

په دغه پلاوي کې چې د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو، د ملي امنیت لوی ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې صلاحیت لرونکي استازي شامل دي، په سپین بولدک کې د اختر په شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي تاوتریخوالي او جګړې موارد وڅېړل.

د کندهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او په ولسي جرګه کې د کندهار استازي حاجي روح الله او نورو چارواکو هم سپين بولدک ولسوالۍ ته په سفر کې د دغه پلاوي ملتیا کوله.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پلاوي سپین بولدک ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم لومړی د لویې لارې په اوږدو کې له هغې سیمې لیدنه وکړه چې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوې وه.

دی زیاتوي، پلاوي د ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او اړوندو ځايي امنیتي او ملکي چارواکو د پېښې په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د ده په خبره، یاد شوي پلاوي وروسته د سپين بولدک له سپین ږیرو، مخورو او سوداګرو سره هم وکتل.

هغوی وویل، شپږ میاشتې کېږي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس د لارې د بندېدا له امله له ستونزو سره مخامخ دي او درانه اقتصادي زیانونه ور اوښتي چې مرکزي اداره یې باید له پاکستان سره حل کړي.

د دې تر څنګ د سپین بولدک مخورو په دې ولسوالۍ کې د اضافه نظامي تشکیل او اطفايې سیسټم د فعاله کولو غوښتنه وکړه.

د پلاوي په استازولۍ د لوی درستیز مرستیال ډګرجنرال اقبال علي نادري د سپين بولدک له مشرانو مننه وکړه چې د خپلو سرتېرو ننګه یې کړې، ده ډاډ وړاندې کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به تل له ولس څخه ساتنه کوي.

پلاوي د استوګنې هغه سیمې هم ولیدلې چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله ویجاړې شوې وې او دغه راز یې د قربانیانو له کورنیو سره هم ولیدل او له هغوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

احمدي وايي، پلاوي له سپین بولدک څخه تر راستنېدو وروسته تېره شپه په ولایت مقام کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، سوداګرو او د ولایتي شورا له غړو سره په یوه ناسته کې هم ګډون وکړ.

د پلاوي مشر صدیق الله فهیم وویل چې د لوی اختر د شپې د تر سره شوي برید اړوند یې ټول جزيیات راټول کړي چې کابل ته له رسېدو سره سم به ټول معلومات ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.